منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پروفيسور بختاني خدمتګار جنازه خاورو ته وسپارل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٦ کب ۹۶): د پښتو ژبې د نومیالي لیکوال او څېړونکي عبدالله بختاني خدمتګار جنازه په جلال اباد ښار کې ادا او په سره رود ولسوالۍ کې د خپل پلرني کلي په هدیره کې خاوره ته وسپارل شوه.

ارواښاد عبدالله بختانی د ور پېښې ناروغۍ له امله، پرون په کابل کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او نن د کب په ۶مه يې د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې د جنازې لمونځ ادا شو او په خپل پلرني کلي بختان کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار والي ګلاب منګل، د لغمان والي اصف ننګ او پر ځايي چارواکو سربېره ګڼ شمېر فرهنګیانو، لیکوالو، د ادب مينه والو او د نوموړي خپلوانو او دوستانو ګډون کړی و.

په ټولنیزو او علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد دوکتور لعل پاچا ازمون وویل، پښتو ژبه اوس کلونو، کلونو ته اړتیا لري چې په خپله غېږ کې د عبدالله بختاني خدمتګار په څېر بل اولاد وزېږوي.

هغه زياته کړه: ((نن ماتم دی، بیا ډېر کلونه په کار دي چې دا ملت استاد بختانی پیدا کړي.))

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال وویل، ارواښاد بختاني د دوو لویو روښنفکرو نهضتونو سرلاری پاتې شوی و، خپل کار یې له ژورنالېزمه پیل کړی و او همداراز د یو دیني عالم په توګه یې ادبیاتو ته کار کړی دی.

د ارواښاد استاد بختاني مشر زوی نصرالله بختاني وویل، د ادب او شعر له لارې یې پلار خپل ولس ته خدمت کړی او نن یې د جنازې په مراسمو کې د خواخوږو د ګډون له امله د خدمت پایله ګوري چې له همدې امله یې د جنازې مراسمو له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خبرو پر مهال د ارواښاد بختاني پر مړینه خواشیني وښوده، د مرحوم کورنۍ، خپلوانو او ټولو هېوادوالو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، ارواښاد بختانی د ويښ زلمیانو مخکښ او د خدایي خدمتګارانو د نهضت پلوی او لاروی و چې د عدم تشدد او تاوتریخوالې پر وړاندې یې په ټول ژوند کې د ادب، شعر او لیکنې په برخه کې کلکه مبارزه کړې ده .

د لغمان والي اصف ننګ وویل، ارواښاد بختاني ټولنې ته د ژوند د سمون په موخه په ميليونونو انسانانو ته خپل اثار د لارښود په توګه پرېښودل او همداراز یې د لغمان ولایت د مسوولینو او ولسونو د خواخوږۍ پیغام شریک کړ.

سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار یوه نیمه لسیزه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی و.

بختانی د یوې اوږدې ناروغۍ له کبله د ۹٣ کالو په عمر ومړ او په پښتو او دري ژبو یې شاوخوا ۱۳۰ علمي، څېړنیز او نور اثار په میراث پرېښودل.

بلخوا په کابل کې د پاکستان سفارت د استاد بختاني په مړينه، ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې استاد بختانی د دواړو د ولسونو ترمنځ د پول حیثیت درلود.

سرچینې زیاته کړې، استاد بختاني د شاعر مشرق علامه اقبال پر شاعرۍ په پښتو کې یو کتاب هم لیکلی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور