کابل (پژواک،۷کب۹۶): د افغان- ترک ښوونځيو زده کوونکو د کورنيو مشرانو په کابل کې د ترکيې حکومت ته د افغان-ترک ښوونځيو د مديريت لېږدولو په اعتراض کې د تحصن خېمه ودروله.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغان او ترکي چارواکو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو چې په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځيو مديريت له چاغ ايجو کيشنل تعليمي موسسې څخه د ترکيې حکومت ته ولېږدول شو.
له دې پرېکړې وروسته، د افغان- ترک ښوونځيو د زده کوونکو د کورنيو سلګونو مشرانو په کابل ښار کې د افغان- ترک لېسې مخې ته په يوه اعتراضي غونډه کې، د تحصن خېمې درولو ترڅنګ، د ملي يووالي حکومت څخه وغوښتل چې ښوونځي چې د هېواد د راتلونکي نسل ښوونې او روزنې ځای دی، د سياسي سياليو پر ميدان دې بدل نه کړي.
د افغان-ترک ښوونځيو د زه کوونکو د کورنيو مشرانو کمېټې مشر يوسف پښتون چې د يادې شوې کمېټې په استازيتوب يې له رسنيو سره خبرې کولې، وويل: "ځينې حکومتي چارواکي د خپلو دندو له واکونو څخه د ترکيې هېواد په ګټه کار اخلي، په داسې حال کې چې دغه کار زموږ د هېواد د اساسي قانون خلاف دی."
نوموړي زياته کړه: "په نظام کې دننه ځينې کړۍ غواړي چې افغان- ترک ښوونځي ړنګ کړي او موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې دا کار وشي."
د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو د کورنيو مشرانو کمېټې دغه غړي وويل: "موږ نن راټول شوي يو څو د تحصن خېمه ودروو، له خپلو مدني حقونو څخه دفاع وکړو، څو د دې ټاټوبي د بچيانو د راتلونکي لپاره عدالت وغواړو."
د يادې شوې کمېټې بل غړي فضل احمد معنوي وويل، هغه نظام چې د خلکو غوښتنې پوره نه کړی شي، له ماتې سره مخ کېږي.
نوموړي زياته کړه چې په نظام کې دننه ځينې کړۍ، د غيرقانوني خنډونو په جوړولو سره د افغان–ترک ښوونځيو د فعاليتونو د مخنيوي هڅه کوي، څو د افغان- ترک ښوونځيو کې د نورو هېوادونو سياستونه پلي کړي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان- ترک ښوونځيو د مديريت د لېږدولو مخه دې او اجازه دې نه ورکوي چې افغان-ترک ښوونځي د نورو هېوادونو د سياست قرباني شي.
معنوي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، د تحصن خېمو درولو سربېره به پر نورو مدني حرکتونو هم لاس پورې کړي.
له چاغ ايجوکيشنل تعلمي موسسې څخه د ترکيې حکومت ته په افغانستان کې د افغان-ترک ښوونځيو د مديرت لېږد او ورپسې د تحصن خېمې درول په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې له دې مخکې ځينو ترکي چارواکو ادعا کړې وه چې افغان –ترک ښوونځي د فتح الله ګولن پورې اړه لري او افغان حکومت بايد دغه ښوونځي وتړي.
ګولن د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان سياستونو مخالف او ناراضي ترک عالم او په ترکيه کې په وروستۍ کودتا کې پر لاس درلودلو تورن دی چې د نوموړي پلويان هم د ترکيې دولت تر تعقيب لاندې دي.
د راپورونو له مخې د روان کال د ليندۍ په ۲۱مه، افغان امنيتي ځواکونو د کابل ښار په شاه دوشمشيره سيمه کې د اريانا افغان-ترک پر ښوونځي برید وکړ، څلور ښوونکي چې درې يې ترکان دي ونيول او له ۷ ورځو وروسته يې ۳کسان خوشي کړل.
خو نن له چاغ ايجوکيشنل تعليمي موسسې څخه د ترکيې د پوهنې وزارت ته په افغانستان کې د افغان-ترک ښوونځيو د مديريت د لېږد هوکړه ليک، د افغانستان د پوهنې وزارت د سرپرست محمد ابراهيم شينواري او د ترکيې د پوهنې وزير عصمت يلماز ترمنځ لاسليک شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










