کابل (پژواک، ٧ کب ٩٦): د افغان او ترک چارواکو تر منځ د هوکړه ليک له مخې، په افغانستان کې د افغان-ترک ښوونځيو مديريت له "چاغ ايجوکېشنل) ښوونيزې موسسې، د ترکيې حکومت ته وسپارل شو.
له دې وړاندې يو شمېر ترکي چارواکو ادعا کړې وه چې د افغان-ترک ښوونځي په فتح الله ګولن پورې تړلي او افغان دولت يې بايد وتړي.
ګولن د ترکيې ناراضي روحاني او د اوسني ولسمشر رجب طيب اردغان د سياستونو مخالف دى چې د ترکيې په وروستۍ کودتا کې هم په لاس لرلو تورن شوى او پلويان يې هم د ترکيې دولت له لوري تر تعقيب لاندې دي.
د راپورونو پر بنسټ، د روان کال د ليندۍ مياشتې په ٢١مه نېټه افغان امنيتي ځواکونو د شاه دوشمشېره سيمه کې د اريانا افغان- ترک پر ښوونځي عمليات وکړل چې د استادانو له ډلې يې څلور ښوونکي چې درې يې د ترکيې اوسېدونکي دي؛ له ځان سره لېږدولي وو او له اوو ورځو وروسته يې درې کسان خوشي کړل.
خو نن په افغانستان کې د يادو ښوونځيو د مديريت د لېږد هوکړه ليک، د افغانستان د پوهنې سرپرست وزير محمد ابراهيم شينواري او د ترکيې د پوهنې وزير عصمت يلماز تر منځ لاسليک شو چې پر بنسټ يې افغان- ترک ښوونځي له "چاغ ايجوکېشنل" ښوونيزې موسسې د ترکيې د پوهنې وزارت چوکاټ ته داخل شول.
د افغانستان د پوهنې سرپرست وزير وويل، د ياد هوکړه ليک له لاسليک وړاندې، د بهرنيو چارو، عدليې او پوهنې وزارتونو او امنيت شورا او ملي امنيت ادارو د استازو تر منځ کمېسيون رامنځته شوى و او په کې پرېکړه شوې وه چې د افغان-ترک ښوونځيو مديريت بايد د ترکيې د پوهنې وزارت ته وسپارل شي.
نوموړي وويل، د افغان- ترک ښوونځيو د لېږد پروسه به په عادي ډول د "چاغ ايجوکېشنل" موسسې د ترکيې پوهنې وزارت ته د قرارداد له مخې؛ ولېږدول شي او له يادې پرېکړې موخه، په هېواد کې د يادو ښوونځيو د درسي کميت او کيفيت لوړوالى دى.
شينواري د افغان زده کوونکو له کورنيو غوښتنه وکړه چې په دې اړه کومه اندېښنه ونه کړي؛ ځکه د هغه په وينا په يادو ښوونځيو کې به درسي کيفيت لوړ شي او د پوهنې وزارت به له يادو ښوونځيو څارنه وکړي.
د ترکيې د پوهنې وزير عصمت يلماز په ياده ناسته کې وويل، له چاغ ايجوکېشنل موسسې څخه د ترکيې پوهنې وزار ته د يادو ښوونځيو لېږد له افغان حکومته د ترکيې پوهنې وزارت د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوى دى.
نوموړي زياته کړه: "ځيني کسان غواړي د افغانستان او ترکيې دايمي ملګرتيا خرابه کړي، هغوى له دغو ښوونځيو لرې کوو."
هغه د خبرو په دوام کې وويل: "د افغانستان او ترکيې ملګرتيا، د ملتونو ملګرتيا ده او دايمي ده، زموږ لومړيتوب يو سوکاله او خوندي افغانستان دى، غواړو په ټولو ډګرونو کې له افغانستان سره خپلو همکاريو ته پراختيا ورکړو او په ځانګړي ډول د پوهنې برخه کې خپله همکاري پياوړې کړو."
نوموړي د افغان زده کوونکو له کورنيو غوښتنه وکړه چې په يادو ښوونځيو کې د خپلو بچيانو د روزنې په اړه اندېښنه ونه لري، د تدريس کيفيت به لوړ شي، کوم عوايد چې د يادو ښوونځيو له لارې ترلاسه کېږي؛ بيرته به د تدريس کيفيت د لوړولو په برخه کې ولګول شي.
د ترکيې د پوهنې وزير په وينا، د ياد هوکړه ليک له مخې به د ښوونځيو ٢٠ سلنه فيس راکم شي، د ليليې خدمتونو د لوړوالي تر څنګ به د يادو ښوونځيو شمېر له ١٢ ښوونځيو ٢٨ ښوونځيو ته لوړ شي او تر څنګ به يې په افغانستان کې نوي لس تخنيکي او مسلکي ښوونځي رامنځته شي.
د ترکيې د ياد لوړپوړي چارواکي په وينا، د جګړې قربانيانو او معلولينو کورنيو ته به د وړيا تدريس زمينه برابره شي او دغه راز به ١٠ سلنه ممتازه زده کوونکو ته په ترکيه هېواد کې د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.
بلخوا د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل، په يادو ښوونځيو کې به شته افغان ښوونکي پر خپل ځاى پاتې شي، خو د ترک ښوونکو د بدلون په اړه تر اوسه پورې کومه پرېکړه نه ده شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










