منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ختيځو ولايتونو ديني عالمانو روانه جګړه نامشروع وبلله

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۷ کب ۹۶): د ختيځو ولايتونو سلګونو ديني عالمانو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه نا مشروع وبلله او د سولې پروسې له روان بهيره يې ملاتړ وکړ.

د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان شاوخوا پنځه سوه ديني عالمانو د کب په ۷مه جلال اباد ښار کې د سولې عالي شورا له رهبري هيات سره د مشورتي غونډې پر مهال د سولې له بهیره دغه ملاتړ څرګند کړ.

دوی دغه راز پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده او بايد د سولې له لارې خپلو روا غوښتنو ته ځان ورسوي.

د يادې غونډې پر مهال د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاء الرحمن سليم وويل چې له نننۍ غونډې يې موخه د سولې په اړه د ديني عالمانو د رول څرګندول او په ټول هېواد کې د دوی د ملاتړ خپلول دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په بېلابېلو ولايتونو کې د ديني عالمانو دا ډول غونډې او اجماع ګانې جوړوو، څو د جګړې د تحريم لپاره د ټولو عالمانو يو ګډ او ملي غږ پورته کړو او د سولې غږ وکړو.))

دغه راز د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې په هېواد کې روانه جګړه د پرديو له لوري تپل شوې جګړه ده او يوازې ديني عالمان کولی شي چې افغانان له دغو بدبختيو بهر کړي.

نوموړي په دې برخه کې د ديني عالمانو رول مهم ياد کړ او پر ټولو ديني عالمانو يې غږ وکړ چې د منبرونو له لارې دې خلکو او په ځانګړې توګه د دولت وسله والو مخالفينو ته د سولې غږ ورسوي.

د سولې عالي شورا د اجرائيه شورا غړي قاضي محمد امين وقاد بيا اسلام د سولې دين وباله او دلته يې د اسلام لپاره جګړه ناروا وبلله.

هغه وويل، که په افغانستان کې جګړه د اسلام او ملي ارزښتونو لپاره وي؛ نو له افغانستان پرته په بل کوم ګاونډي هېواد کې ملي او اسلامي ارزښتونه دومره ساتل شوي؛ خو وايي، دا جګړه د پرديو د ګټو لپاره ده.

غونډې ته په وينا کې د ننګرهار د ديني عالمانو په استازۍ مولوي عبدالبصير بصيرت وويل چې د دغه ولايت ټول عالمان او په ځانګړې توګه د جوماتونو خطيبان او ملا امامان د سولې په برخه کې د ټولو هلو ځلو ملاتړي دي.

هغه ټينګار وکړ چې ديني عالمان خپلواک او ازاد دي او په اسانۍ کولی شي چې هر ځای ته له وسله والو سره د سولې د مذاکراتو لپاره ولاړ شي او هغوی ته د سولې ارزښت بيان کړي.

د کونړ د ديني عالمانو استازي مولوي رحيم الله د سولې د راتګ لپاره د شرايطو پر برابروالي ټينګار وکړ او د سولې شورا د تشکيلاتو سمون ته يې اشاره وکړه.

هغه وويل، دې شورا ته بايد داسې اشخاص رانه شي چې وسله وال ورسره مخالفت ولري، خپلواک او د ټولو اړخونو د باور وړ کسان بايد د سولې شورا غړي شي.

دغه راز د لغمان د ديني عالمانو استازي مولوي ګل نبي وويل چې سوله بايد با عزته وي، داسې نه شي، چې يو وسله وال له حکومت سره سوله وکړي او بيا يې بېلچه په لاس مزدوري کوي.

دی وايي، د يو ځای شوو وسله والو د دغه حالت په ليدلو نور مخالفين زړه نه ښه کوي چې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

د نورستان د ديني عالمانو په استازولۍ مولوي محمد حنيف معمار هم د سولې له راتګه ملاتړ وکړ او په دغه برخه کې يې د نورستان د ديني عالمانو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادولو وړ ده چې د يادې غونډې په وروستۍ او دويمه برخه کې د څلور واړو ولايتونو ديني عالمان په يو ميکانيزم هم سره ګروپي کار کوي او بيا به خپل نظريات د سولې عالي شورا پلاوي ته سپاري او يو ملي ميکانيزم او اجنډا به ترې جوړېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور