منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۷ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو مشرانو ته د لاريون اجازه ورنه کړل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦): پوليسو د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو مشرانو ته د لاريون اجازه ورنه کړه او اعتراض کوونکو د يادو ښوونځيو د مديريت پر لېږد د نيوکې ترڅنګ د ترکيې حکومت ته ګواښ وکړ چې عدلي او قضايي بنسټونو ته به شکايت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغان او ترکيې چارواکو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ،افغانستان کې دافغان-ترک ښوونځيو مديريت له "چاغ ايجوکېشنل" ښوونيزې موسسې؛ د ترکيې حکومت ته وسپارل شو.

د راپورونو پر بنسټ، اوسمهال په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د افغان-ترک په ١٢ ښوونځيو کې شاوخوا اته زره زده کوونکي زده کړې کوي.

خو پرون د ترکيې حکومت د يادو ښوونځيو د مديريت سپارلو سره د افغان-ترک د زده کوونکو سلګونه مشرانو د افغان-ترک لېسې مخې ته په يوه اعتراضي غونډه کې د تحصن خېمې لګولو ترڅنګ؛ د ملي يووالي له حکومت غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د روزنې له ځاى څخه يې د سياسي سياليو د ډګر په توګه ګټه پورته نه کړي.

ټاکل شوې وه چې نن د يادو ښوونځيو د زده کوونکو مشران کابل کې پر لاريونونو لاس پورې کړي، خو پوليسو ورته د شته امنيتي ګواښونو له امله اجازه ورنه کړه.

خو د افغان-ترک د زده کوونکو کمېټې غړي فضل احمد معنوي، د پوليسو له يادې غوښتنې وروسته د تحصن خېمې د اعتراض کوونکو په استازيتوب رسنيو ته وويل: "موږ چې له کورونو راوتلي يو، هر څه مو په پام کې نيولي، د شر لپاره نه يو راغلي، خو بايد خپل غږ پورته کړو، ځکه پرون کوم لاسليک چې شوى؛ د هېواد د نافذه قوانينو خلاف دى."

معنوي د افغانستان او ترکيې ترمنځ پرونى هوکړه ليک ظالمانه او نه عملي کېدونکى وباله او ويې ويل: "ترڅو چې ژوندي يو، څوک راڅخه د ښوونځيو مشري نه شي اخيستلى، که چېرې حکومت له زرهي وسايلو ګټه واخيسته او موږ يې له منځه يوړو نو ښوونځي به ونيسي؛ له هغې پرته هيچا ته ښوونځيو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي."

د هغه په وينا، د يادو ښوونځيو ودانۍ د ښوونځيو د زده کوونکو او زده کوونکو په شخصي لګښتونو جوړې شوې او هيڅ هېواد يې د نيولو حق نه لري.

د زده کوونکو د مشرانو کمېټې يوه بل غړي عبدالشکور دادرس هم ورته نظر درلود او ويې ويل، د ماشومانو مشران به ډېر ژر د ياد هوکړه ليک د لاسليک په اړه خپل شکايت د هېواد سترې محکمې کې ثبت کړي.

هغه زياته کړه، ترڅو چې د افغان-ترک ښوونځيو د مديريت لېږد موضوع د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې حل نه شي؛ هيڅ ځواک هم يادو ښوونځيو ته نه شي داخلېدلى.

د افغان-ترک ښوونځيو زده کوونکو يو شمېر نورو مشرانو هم ورته نظر درلود او ويل يې، چې د ترکيې حکومت د دغو ښوونځيو د مديريت لېږد په اړه به عدلي او قضايي ارګانونو ته شکايت وکړي او ترڅو چې ياده موضوع له قانوني اړخه حل نه شي، چا ته د يادو ښوونځيو د نيولو اجازه نه ورکوي.

د افغان-ترک ښوونځي يوې زده کوونکې حسنا په دغه غونډه کې حکومت ته په خطاب کې وويل: "تاسو په ګواښ سره زموږ د اواز پورته کولو مخنيوى نه شى کولى، که نن مو اجازه را نه کړه؛ کومه بله ورځ راوځو او خپل غږ تر خلکو او نړيوالو رسوو."

هغې زياته کړه، په يادو ښوونځيو کې شته ښوونيز نصاب د سيمې په کچه تر ټولو غوره نصاب دى او په افغانستان ېک د يادو ښوونځيو د فعاليت په برخه کې يې ټولنې ته غوره کدرونه وړاندې کړي او بايد د يادو ښوونځيو د زده کوونکو له برخليک سره سياسي لوبه ونه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه