منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بغلان کروندګر له حکومته د کرنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

پلخمري (پژواک، ١٢ کب ٩٦): د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کروندګر وايي، که حکومت ورته د اوبو لګولو سیستم فعال کړي او د اصلاح شوو تخمونو په برخه ورسره مرسته وکړي په حاصلاتو کې به یې دوه برابره زیاتوالی راشي.

د دغه ولايت يوه بزګر عبدالحکیم نورزي د کب په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سردار داود خان له حکومت وروسته چا له دوی سره د کرنې په برخه کې مرسته نه ده کړې.

هغه وايي: ((تر اوسه چا موږ ته د کرنې د مسوول په توګه د کرنیزو اصلاح شوو تخمونو په اړه معلومات هم نه دي راکړي، پر پخواني سیستم کرنې کوو او حاصلات یې هم د زیار په پرتله ډېر کم په لاس راځي.))

ده وویل، خبر دی چې په ولایت کې یې د کرنې ریاست شته خو تر اوسه ده د کرنې ریاست کوم مامور نه دی لیدلی چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو یې لیدنه کړې وي.

نورزي زیاته کړه که د کرنې وزارت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له بزګرانو سره مرسته وکړي، د ځمکو حاصلات به یې دوه برابره شي او ځینې ډیرې نمناکې ځمکې به یې هم دوه فصله حاصل ورکړي.

دغه راز يو تن بل جلال خان پژواک ته وویل چې څو ځلې یې د بغلان د کرنې او مالدارۍ له ریاست څخه د ځمکو اړولو لپاره د تراکتورونو او اصلاح شوو تخمونو غوښتنه کړې خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

ده وویل چې د تپه شاخ، اخته شاخ او سورنګ کلیو کې څلور زره جریبه کرنيزه ځمکه موجو ده.

هغه وايي که حکومت د دغو ځمکو لپاره د اوبو لګولو سیستم برابر کړي، نو هر کال به ترې دوه فصله حاصل ترلاسه کړي.

ده زياته کړه: ((سږ کال د ځمکو د اصلاح کولو لپاره تر ټولو وچ کال وو، که سږ د کرنې ریاست نمجنو ځمکو توجه کړې واى نو دوو فصلونو ته چمتو کېده.))

يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.

د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلوم یار د دې ولسوالۍ د بزګرانو شکایت پر ځای بولي او وايي څنګه چې لازمه وه، د دې ولسوالۍ بزګرانو ته کار نه دی شوی.

خانزاده پژواک ته وویل: ((که د بزګرانو لاس نیوی وشي او په مسلکي ډول یې پر وخت کښتونو ته پاملرنه او د هغو درملنه ترسره شي، د دې ولسوالۍ ټول بزګران به په ډېر شوق کرنې ته تشویق او حاصل به یې هم دوه برابره شي.))

ولسوال له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت بزګرانو ته راغلې مرستې دې پر ولسوالیو نه، بلکې د کرنیزو ځمکو پر شمېر ووېشي چې ټول بزګران ترې برخمن شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغې ولسوالۍ ته تللي د اجمیر او جنګا غلق دوه نهرونو چې ۶۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د سربندونو پاکولو په برخه کې یې د کرنې له وزیر سره خبرې کړې او هغه د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دغه راز د بغلان د کرنې او مالدارۍ ريیس عبدالوهاب خیرزاده وويل چې هر کال دوى په دې برخه کې يواځې غير اختياري بوديجه ترلاسه کوي چې نه شي کولاى د کروندګرو ستونزې پرې هوارې کړي.

خیرزاده وویل چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ شاوخوا درې زره جریبه ځمکه نمناکه ده چې دوه فصله حاصل ته د دې ځمکې پر چمتو کولو میلونونه افغانۍ لګښت راځي چې دوى یې نه لري.

ده وویل پر بزګرانو یې هر کال اصلاح شوي تخمونه وېشلي او تر دې دمه يې یواځې مرکزي بغلان ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې دېرش میليونه افغانۍ لګولې دي.

بغلان د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې تر کندوز وروسته تر ټولو حاصل ورکوونکی ولایت دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې پر کرنه بوخت دي.

د يادونې ده، په دغه ولایت کې غنم، جوار، وربشې، شولې، هندواڼې، خټکي، پیاز، کچالو او لوبیا کرل کېږي چې دغه حاصلات بیا پر بغلان سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه