ترینکوټ(پژواک،۱۳کب۹۶): په اروزګان کې دیني عالمان وایي چې طالبان دې د افغان دولت له لوري د سولې په اړه وروستى وړانديز شوى چانس له لاسه نه ورکوي او له وسله وال مخالفت څخه دې لاس واخلي.
دغه لسګونه ديني عالمان نن د کب په ١٣مه د اروزګان د ولايت په مقام کې را ټول شوي وو.
په دې غونډه کې د اروزګان د حج او اوقافو رییس مولوي حمدالله ابدالي وویل چې طالبانو ته د دولت له خوا د سولې لپاره وروستى وړانديز بې ساري دى نو باید طالبان یې ومني او نور دې د بهرنیو هېوادونو په لارښوونه له افغان وژنې څخه لاس واخلي.
ابدالي وایي چې اوسنۍ روانه جګړه ناروا ده او که یې طالبان روا ګڼي نو له دیني عالمانو سره دې بحث وکړي.
دغه راز بل ديني عالم مولوي عبدالعزیز هم له طالبانو څخه وغوښتل چې نور دې له ورور وژنې څخه لاس واخلي او د هېواد د ابادۍ او امنیت لپاره دې له افغان دولت سره یوځای شي.
نوموړی وایي: (( که رښتیا هم طالبان د ګاونډیو هېوادونو په لارښوونه جګړه نه کوي او د هغوی د ګټو لپاره افغانان نه وژني نو د ولسمشر وروستی وړاندیز دې ومني او نور دې له جګړې لاس واخلي.))
همدارنګه د غونډې په پاى کې د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د مذاکراتو له لارې دې له افغان حکومت سره يوځاى شي.
هغه وايي چې په اوسني نظام کې ځينې ستونزې شته، خو بديل يې نشته نو بايد طالبان هم ورسره يوځاى شي.
د اروزګان دیني عالمان په داسې حال کې له طالبانو څخه د جګړې پرېښودلو او سولې ته د راتګ غوښتنه کوي چې د دغه ولایت ډېره برخه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










