جلال اباد (پژواک، ١٣ کب ۹۶): د ننګرهار ولايت د ښځو چارو ریاست وايي، د ځینو کوچنیو شرکتونو د رهبرۍ ترڅنګ شاوخوا ۱۳ زره مېرمنې په سوداګرۍ بوختې دي.
خو مېرمنې بیا وايي چې په تجارت کې د قالینو او لاسي صنایعو برخې خورا محدودې شوې دي او ټينګار کوي چې د دې ترڅنګ دې د سوداګرۍ په هره برخه کې اسانتياوې ورته برابرې شي.
د ښځينه سوداګرو نیوکې او شکايتونه دادي چې لا هم د مېرمنو اړوند لاسي تولیداتو ته بازار موندنه نه ده شوې، چې له امله یې ددې صنعت د پرمختګ پر وړاندې ستونزې زياتې شوې دي.
د ننګرهار د ښځو چارورييسه انیسه عمراني وايي، يوشمېر مېرمنې په خپله د سوداګریزو چارو رهبري کوي او د چارو ښه اغېزمنتوب لپاره یې، دوی د مرستندویه ادارو همکاري راجلبوي.
هغې زياته کړه: (( تقریبا زر ښځې په قالین بافۍ او دوه زره په تار جوړولو بوختې دي، نور واړه واړه شرکتونه دي، چې په راس کې یې هم زموږ خویندې دي دغه لاسي صنایع مختلف دي پردې جوړول، د ماشومانو بسترې جوړول او نور مختلف توکي دي.))
نوموړې هم تائيدوي چې د مېرمنو لپاره د سوداګرۍ په برخه کې شوي کارونه کافي نه دي او ټينګار کوي چې په سوداګرۍ کې د مېرمنو رول زياتېدو په هدف زيات کار ته اړتيا ده.
مېرمن عمراني وايي چې د جلال اباد ښار په بي بي سایرې بڼ کې یې د مېرمنو تجارت پراخېدو لپاره يو مارکیټ جوړ کړی، چې ډېر ژر به پرانیستل شي.
دې زياته کړه : ((موږ خوښ یو؛ خو قانع نه یو، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د ټولو ښځو په سیاسي، اجتماعي او اقتصادي ژوند کې تغیرات ترسترګو کېږي؛ خو موږ دې ته اراده کړې چې مېرمنې باید په فابریکو کې سهم هم ولري.))
يو شمېر مېرمنو د کوچنیو شرکتونو په ایجادولو سره د خپل اقتصاد غوړېدا ترڅنګ نورو مېرمنو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.
له دې مېرمنو یوه هم شریفه احمدزۍ ده، چې کلونه وړاندې یې د قالین اوبدلو شرکت جوړ کړی او شاوخوا درې زره مېرمنې ورسره کار کوي.
نوموړې وايي، چې د مېرمنو سوداګرۍ ته دې د پراختیا لپاره امکانات ډېر شي؛ ځکه اوسمهال په دغه ولايت کې د مېرمنو سوداګري ډېره محدوده ده.
مېرمن احمدزۍ د ځان په اړه وايي: ((ما چې کله کار پیل کاوه خپله سرمایه راسره نه وه، اریانا دفتر نه مې دوه لکه کلدارې واخیستې قرض حسنه وې، عوض یې له موږ نه غوښته، له هغو دوه لکو ما کار شروع کړ اوس ښه بازار لرو، یوه نمایندګي میدان وردګو، یوه کندهار کې او مرکزي دفتر جلال اباد کې لرم.))
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو رییس شېرعالم امله وال بیا وايي، د قانون له مخې په حکومتي چوکاټ کې د نارینه او مېرمنو لپاره یوشان اسانتیاوې دي او په خبره یې که مېرمنې وغواړي کولای شي بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د مېرمنو لپاره د سوداګرۍ پراختیا په هدف ښځو ته د سوداګرۍ او صنایعو ځانګړې خونه پرانیستل شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










