کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۶): د کندهار زرګونو ښوونکو ته له تېرو څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي، له دې امله هغوی له مالي ستونزو سره مخ دي او د تدریس پر بهیر یې منفي اغېز کړی دی.
په دې برخه کې تر ټولو جدي ستونزه د حق الزحمه یي ښوونکو ده چې له تېرو ۶ میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي.
محب الله چې د کندهار د دامان ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د حق الزحمې په بدل کې د ښوونې او روزنې چارې مخ ته وړي، پژواک خبري اژانس ته وویل، شپږ میاشتې کېږي چې معاش یې نه دی ورکړل شوی.
هغه زیاته کړه، پر دې سربېره لا هم خپله دنده پر مخ وړي، په داسې حال کې چې د ۶ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او بله هېڅ راز عایداتي سرچینه نه لري.
د ده په خبره، د معاش د نه رسېدو له امله یې نه یوازې قرض اخیستی، بلکې د کور د څو میاشتو کرایه یې هم نه ده ورکړې.
نوموړي ګیله وکړه چې له یوې خوا د حق الزحمې په بڼه د ډېرو کمو پیسو په بدل کې دنده ترسره کوي خو له بلې خو همدا کمې پیسې هم پر وخت نه ورکول کېږي.
د کندهار ښار د عينو لېسې ښوونکې فهيمې پژواک خبرې اژانس ته وويل، د نورو ولايتونو په پرتله په دغه ولايت کې مېشت ښوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغې زیاته کړه، دا د حکومت او اړوندو ادارو لپاره ډېره بده ده چې ښوونکو ته پر وخت معاش نه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې هغوی تل د ټيټ اقتصاد او سرپناه له ستونزو کړېږي.
دا چې په خپله رسمي ښوونکې ده وايي، رسمي ښوونکو ته له تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او حق الزحمه يي ښوونکو ته له تېو شپږو میاشتو راهیسې نه دي ورکړل شوي.
د عبدالرحمن په نوم یوه بل ښوونکی بیا چارواکي له ښوونکو سره پر دوه مخې چلند تورنوي او وايي چې د ښوونکو ژوند او حقونو ته هيڅ پام نه کېږي.
ده له دولته وغوښتل چې ماشومانو ته د ښه تدريس په موخه دې د ښوونکو ستونزې حل کړي.
د ده په خبره، کله چې ښوونکو ته پر وخت معاش نه ورکول کېږي او له راز راز ستونزو سره مخ وي، هغه به څنګه په ښه توګه تدریس وکړای شي، طبعاً دغسې حالت د پوهنې پر بهیر ناسم اغېر کوي.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د شاوخوا ۳۹۰۰ په شاوخوا کې د رسمي ښوونکو او مامورینو د ۲ میاشتو او د شاوخوا ۱۴۰۰ حق الزحمه يي ښوونکو د ۶ میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي.
هغه وویل، دغه ستونزه د مالیې وزارت له خوا د پوهنې وزارت ته د تخفیف د نه ورکړې له امله رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي، کله چې د مالیې وزارت د پوهنې وزارت ته بودیجه ورکړې نو د کندهار د پوهنې ریاست ژمن دی چې د ټولو ښوونکو معاشونه به ورکوي.
د ده په خبره، د کندهار د پوهنې ریاست په وار وار له اړوند وزارت سره خبرې کړې او له هغوی یې د دې ستونزې حل غوښتی دی.
نوموړي د ښوونکو ستونزې او اندېښنې پر ځای بولي او وايي کله چې ښوونکي پر وخت خپل حقوق نه ترلاسه کوي نو د تدریس پر بهیر ناسم اغېز کوي.
د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت هم وايي چې ولایتي ادارې د ښوونکو دغه ستونزه له مرکزي ادارې سره شریکه کړې او هغوی یې د ژر هواري ژمنه کړې ده.
په کندهار کې دا لومړی ځل نه دی چې د ښوونکو معاشونه په ځنډ ورکول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته ستونزې رامنځته شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










