ګردېز (پژواک، ١٥ کب ٩٦): د پکتيا ډېری اوسېدونکي د ځينو رسنيو خپرونې مناسبې نه بولي او وايي چې د دوی له خوا ځيني خپرېدونکي مطالب له ملي ګټو او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
دوی له دې چارې اندېښمن دي او په هېواد کې د دې ډول انځوريزو، غږيزو او برېښنايي نشراتو پر مخنيوي ټينګار کوي.
د ګردېز اوسېدونکي عالم پژواک ته وويل چې که ورته نا مناسب نشرات دوام وکړي، نو پر افغاني کلتور به بدې اغېزې وکړي.
نوموړی وايي چې خلک په ځينو افغاني تلويزيوني چينلونو کې د نورو هېوادونو له خپرېدونکو سريالونو اغېزمن شوي او له دې ناسمو خپرونو پر تقليد عمل کوي.
دی وايي: ((هر ملت خپل دود، دستور او رسوم لري، دا زموږ او زموږ د کلتور لپاره د خطر خبره ده چې د نورو هېوادونو کلتور په موږ کې رواج شي چې زموږ له ارزښتونو او د اسلام له اصولو سره په ټکر کې وي. لومړی خو بايد زموږ دولت د دې د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي او بيا موږ او د کورنۍ هر مشر مسوول دی چې د دې مزخرفو خپرونو د کتو او اغېزو مخه ونيسي.))
دغه راز د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی سيدالله سيال وايي، ځينې رسنۍ په ښکاره د هېواد د نافذه قوانينو او ملي ګټو خلاف نشرات کوي او د ځينو هېوادونو له خوا د خپلو ګټو لپاره ګومارل شوي کسان فعال دي، خو پر وړاندې يې هېڅ ډول اقدام نه کېږي.
سيدالله وويل: ((زه خو چې د ځينو مطبوعاتو فعاليت ګورم، داسې فکر کوم لکه زموږ په ملک کې چې هېڅ د اطلاعات او کلتور يا د رسنيو د کنټرول بله اداره نه وي او د هر چا چې څه خوښه وي، نشروي يې؛ ځکه تاسو ځيني رپوټونه، پروګرامونه او ليکنې وګورئ چې څومره خطرناکې او د ملي ګټو او امنيتي ځواکونو خلاف دي.))
د ګردېز اړوند د مهلن سيمې اوسېدونکی رفيق صبا وايي چې رسنۍ د هېواد او خلکو د ګټو او د عامه ذهنيتونو د روښانولو پر ځای په مستقيم او غير مستقيم ډول نورو ته کار کوي.
صبا د رسنيو روانه خپلسري د ژورې اندېښنې وړ بولي او د ملي امنيت او اطلاعاتو او کلتور له ادارو يې د مخنيوي او د ملي ګټو او ارزښتونو خلاف نشرات کوونکو په نيولو ټينګار کوي.
نوموړی زياتوي چې د دولت د وسله والو مخالفينو او بېلابېلو ډلو اړوند رسنۍ هم ازادانه او د عامه ذهنيتونو د مغشوشولو په برخه کې په ازاد مټ فعاليت کوي.
ده وويل: ((په انټرنېټ کې ګڼ سايټونه دي، د وسله والو د بېلابېلو ډلو رسنۍ دي، ان مجلې، اخبارونه او رسالې خپرېږي او پر خلکو وېشل کېږي، په فېسبوک کې دا ډول بېخي ډېر پېجونه شته، خو له بده مرغه چې موږ نه استخباراتي اداره لرو او نه بل داسې کوم ارګان چې دې ډېرې مهمې مسئلې ته پام او مخه يې ونيسي.))
د پکتيا پرېس کلب مشر حقمل مسعودزی د قانون په چوکاټ کې د رسنيو پر فعاليت ټينګار کوي او د رسنيو له مسوولينو او کارکوونکو غواړي چې د کار پر مهال د هېواد نافذه قوانين، ملي ګټې او ټولنيز ارزښتونه په نظر کي ونيسي.
login or register a new account.