جلال اباد (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): د لومړي ځل لپاره د ننګرهار يوه اندازه سبزیجات د هوا له لارې قزاقستان هېواد ته ولېږدول شول.
د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، دا تازه سزيجات نن له کابله ولېږدول شول او ټاکل شوې را روانه اوونۍ يوه بله جوپه هم ولېږدول شي.
د ننګرهار د کرنې ريیس رفېع الله رحيمزي د کب په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور ټنه تازه رومي او تور بانجان د قزاقستان هېواد ته ولېږل شول.
دی وايي، په قزاقستان کې له افغان سوداګرو د نورو تازه سبزيجاتو غوښتنه هم شوې او ټاکل شوې چې دا لړۍ دوام پيدا کړي.
هغه زياته کړه، که د قزاقستان مارکېټ دوامدار شي، نو د کرنې وزارت به سبزيجاتو ته د بسته بندۍ زمينه هم برابره کړي.
د رحيمزي د معلوماتو له مخې، را روانه اوونۍ به هم د ننګرهار د تازه سزيجاتو يوه بله جوپه قزاقستان ته انتقال شي او تر څنګ به يې له لغمان ولايت څخه هم سبزيجات ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار او لغمان سوداګر تل خپلو حاصلاتو ته د بازار د نه موجوديت شکايت کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










