منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند پوهنتون انجنيري پوهنځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۶ کب ۹۶) د هلمند پوهنتون د انجنيري پوهنځي لپاره د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

د هلمند پوهنتون رییس رسول ګل عبدالرحمن د کب په ١٦مه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه ودانۍ به ٣٠ خونې ولري او په درېيو پوړونو کې به په اساسي ډول جوړه شي.

هغه زیاته کړه: ((کلونه کېږي چې انجنيري پوهنځی خپلې ادارې او تدريسې چارې د عالي دارالمعلمین په ودانۍ مخې ته وړي چې له ډېرو مشکلاتو سره مخ و خو اوس به دغه ستونزه هواره شي.))

ده وويل چې دا مهال د هلمند پوهنتون لپاره په لښکرګاه کې ٧٥ جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده او په دې برخه کې ستونزې نه لري.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د ښارجوړونې رييس عصمت الله صمدي وويل چې د انجنيري پوهنځي د نوې ودانۍ لګښت د ښارجوړونې وزارت له لوري ورکول کېږي.

هغه وويل چې دغه ودانۍ به د يو کال په موده کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شي.

نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په راتلونکي کال کې به د هلمند په پوهنتون کې درې نورې پروژې هم پيل شي.

د غونډې په پاى کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې دغه ولايت ته يو ميليون امريکايي ډالره امتيازي بوديجه ورکړل شوې ده.

هغه وايي چې د دې پيسو ډېره برخه کې د پوهنتون لپاره ځانګړې شوې څو شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

حيات د هلمند پوهنتون له استادانو غوښتنه وکړه چې د پيل شوې پروژې له کاره جدي څارنه وکړي.

د هلمند پوهنتون دا مهال د انجنيري، ښوونې او روزنې، کرنې او وترنري پوهنځي لري چې شاوخوا ٢٥٠٠ کسان په کې زده کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه