منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عبدالله: وسله وال مخالفين دې د سياسي فعاليتونو له لارې خپلې موخې تعقيب کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٦): د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، وسله وال مخالفين بايد له جګړې لاس واخلي، دغه راز له وسله والو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي، سياسي ګوند جوړولو ته دې حاضر شي او د خپلو سياسي فعاليتونو له لارې دې خپلې موخې تعقيب کړي.

د حکومت اجراييه رييس نن د ښځو نړيوالې ورځې په اړه ترسره شوې غونډې ته په وينا کې وويل، د سولې په لړۍ کې به د ښځو پر رغنده رول ټينګار وشي او هيڅکله به هم له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو په لړۍ کې د ښځو پر حقونو معامله ونه شي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې ترهګريزې ډلې پر خلکو تپل شوې او جګړه د افغانانو غوښتنه نه ده، زياته کړه چې وسله وال مخالفين بايد له جګړې لاس واخلي، له وسله والو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي د سياسي ګوند جوړولو ته حاضر شي او د سياسي فعاليت له لارې خپلې موخې تعقيب کړي.

عبدالله زياته کړه: "سوله د پردې شا ته معامله نه ده او د افغانانو په غياب کې هم د عملي کېدو وړ نه ده، زموږ ژمنه رښتينې ده، هېڅکله به هم بدلون ونه کړي، خبره څرګنده ده چې خلک د سولې هيله لري او حکومت هم خپل غږ پورته کړى، خپل وړانديز يې کړى او په پاتې نورو ګامونو پورته کولو کې به هم افغانان په جريان کې اچول کېږي."

د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي، په سياست، مدني بنسټونو، رسنيو، پارلمان، قضايي سيستم او د امنيتي ځواکونو ليکو کې د ښځو شتون د جندر د تساوي په برخه کې د ملي يووالي حکومت لاسته راوړنه ده او ويې ويل، حکومت يوازې د دې کار لپاره زمينه مساعده کړې، خو يادو موخو ته رسېدل د ښځو د هلو ځلو پايله ده.

نوموړي وويل، د ښځو په برخه د ډېرو لاسته راوړنو سربېره بيا هم ښځې له يو شمېر ستونزو لکه د دوى پر وړاندې تاوتريخوالى او پر نشه يي توکو د دوى روږدي کېدو ستونزې موجودې دي او حکومت د ښځو په برخه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن دى.

اجراييه مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو رول مهم وباله او ويې ويل، راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ګډون او ونډه ډېره مهمه ده.

هغه زياته کړه: "ښځې بايد کوښښ وکړي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره څه کولى شي او بايد څه ترسره شي، څو يوه غوره لوري ته ولاړ شو، موږ هم د خپلو ژمنو عملي کولو ته وفاداره يو او د افغانانو په مرسته انشاءالله لاسته راوړنې شتون لري او راتلونکي کې به د نور لاسته راوړنو شاهدان هم واوسو."

د حکومت د اجراييه رياست لومړي مرستيال محمدخان هم د ښځو ستونزو ته په اشارې سره وويل، لا هم ډېر شمېر ښځې د خپلو حقونو په اړه پوره معلومات نه لري.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې يوازې د شعارونو په ورکولو سره د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون نه رامنځته کېږي، وويل: "د شعارونو په ورکولو سره د ښځو په ژوند کې بدلون نه راځي؛ بايد عملي کار وشي."

د يوناما دفتر د بشر حقونو برخه کې سکرتر جنرال توباى ليزر، د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال په افغانستان کې درې نيم ميليون انجونې ښوونځيو ته له تګ محرومې دي، وويل: "دا يو جادويي وخت دى او انجونې بايد ښوونځيو ته ولېږو، څو په راتلونکي کې د خپل هېواد د جوړولو په برخه کې غوره رول ادا کړي."

بلخوا هم د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري په بېلابېلو برخو کې د ښځو له وضعيت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، هېواد کې د ښځو د مرګ ژوبلې کچه لس سلنه ته رسېدلې ده.

نظري د ښځو ستونزو ته د لاسرسي لپاره د حکومت له کړنو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، ښځو ته شوي خدمتونه ډېر کم دي، بايد د ښځو د ستونزو د حل لپاره ډېر ګامونه پورته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې