ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نګين خپلواک: د روزنتون له خونو تر نړيوالو مقامونو پورې

نګين خپلواک: د روزنتون له خونو تر نړيوالو مقامونو پورې

author avatar
8 Mar 2018 - 13:56
نګين خپلواک: د روزنتون له خونو تر نړيوالو مقامونو پورې
author avatar
8 Mar 2018 - 13:56

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۶): په افغانستان کې د ارکستر لومړنۍ ښځينه رهبره چې نړيوال شهرت لري او تر ټولو ستره هيله يې د مسلکي ارکستر رهبري ده، وايي چې ټولنه لا هم د هغې لارې منلو ته چمتو نه ده چې دې په ډېرې سختۍ سره وهلې ده.

نګين د کونړ د نسبتاً امن او لرغوني ولايت په يوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلې ده او سږ کال د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ له ۱۲ټولګي څخه فارغه شوې او اوس اته کاله کېږي چې د پيانو په څانګه کې زده کړې کوي او ستره هيله يې دا ده چې د مسلکي ارکستر رهبره شي.

خو نوموړې زياته کړه چې په هېواد کې د کار مناسبه زمينه نه ده برابره، نو ځکه غواړي چې د موسيقۍ تحصيلي بورس ورته پيدا شي، څو وکړی شي له بهرنيو ښوونکو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

نګين د موسيقۍ ته د مخې کولو په اړه وويل: "مخکې له دې چې موسيقۍ ته مخه کړم، موسيقي مې نه پېژنده، يوازې سندرې مې اورېدې او ناڅاپه دې ته متوجه شوم چې ولې نجونې سندرې نه وايي او ولې زه لومړنۍ ښځه ونه اوسم چې د ښځو په منځ کې د سندرو ويل دود کړم. دا چې په کونړ کې ښوونځی نه و او د درس ويلو لپاره مې په روزنتون (افسيکو) کې ژوند کاوه، د روزنتون مسوول د موسيقۍ د ښوونځي په اړه خبر راکړ او زه پرته له دې چې کورنۍ مې خبره کړم، په دغه ښوونځي کې مې نوم وليک."

نګين له نا ويلو رازونو په ژورو فکرونو سره زياته کړه: "په لومړيو کې مې په دې برخه کې ډېرې ستونزې درلودې، په ځانګړې توګه کورنۍ مې چې د دوی له اجازې پرته دغه ښوونځي ته راغلې وم او ټولنه چې تل يې ښځې له خپلو اصولو څخه پر پيروۍ محکومې کړې دي، خو د وخت په تېرېدو سره مې لاسته راوړنو، سفرونو او وياړونو ټول راضي کړل چې دې غوښتنې ته مې درناوی وکړي او ما وهڅوي. "

خو هغې وويل چې زموږ ټولنه لا هم د دې لارې منلو ته چمتو نه ده او کورنۍ يې د يادې موضوع په هکله اړه شوه چې د يو کال لپاره له جلال اباد ښاره کابل ته کډه وکړي؛ ځکه کورنۍ او نږدې خپلوان یې د خلکو له خوا ګواښل کېدل.

نګين د سندرو ويلو پر مهال د خپل احساس په اړه وويل: "د سندرو ويلو پر مهال عجيبه ارامي راته پيدا کېږي چې ټول کړاوونه او منفي خبرې مې له ذهن څخه لرې کوي، زه يم او زما ارامي او پيانو. "

په افغانستان کې د ارکستر لومړنۍ ښځينه رهبرې له خپلې کورنۍ وغوښتل چې له خپلو بچيانو سره چې د مسلکي موسيقۍ زده کولو غوښتونکي دي، همکاري وکړي او له ځوانانو هم غواړي چې په دې برخه کې دې هر اړخيزې هڅې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.