کابل (پژواک ١٧ کب ٩٦): ولسمشر غني وايي، د ښځو نړيواله ورځ دې له سمبولیک رول څخه د تحول بڼې ته بدله شي او د ښځو د راتلونکي په اړه دې برخلیک ټاکونکي تصمیمونه ونیول شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ښځو نړیوالې ورځ د نماځنې په مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن د دفتر په نوښت په ارګ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
د هېواد جمهور رئیس دغو مراسمو ته د وینا پرمهال ټولو افغان مېرمنو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او ښځو ته په خطاب کې يې وویل: "تاسې د هېرېدو رول څخه د موجودیت، له چوپتیا څخه پر غږ او له وابستګۍ څخه په حضور بدلې شوئ، تاسې د یوې ملي اجنډا مالکیت اخیستی او په ټولو برخو کې فعال او هراړخیز رول لرئ."
ده زياته کړه، دا ټولنه به د ښځو له فعال رول پرته دوام ونه کړي او د ښځو له حضور پرته هوساینه، سوله او ثبات نه تامینېږي.
د هغه په وينا، باید د افغان مېرمنو ترمنځ شبکه جوړه او پیاوړې شي، ترڅو په یو منسجم آواز بدله شي.
نوموړي په ښه حکومتولۍ کې د ښځو پر رول په ټینګار وویل، د ښځو له حضور پرته اصلاحات او پرمختګ امکان نه لري.
غني زیاته کړه، د ولسي تړون برنامه به د هېواد په لېرو پرتو سیمو کې پلې شي، په دې شوراګانو کې به ۵۰ سلنه ښځې ونډه ولري.
ده په اقتصادي برخه کې د ښځو موجوده ستونزو ته په اشارې وویل، ښځو ته باید د اقتصادي ودې زمینه برابره شي چې په دې برخه کې خپله اساسي ونډه او رول ولري.
جمهور رئیس وویل، باید له مصرفي غوښتنو څخه تولید ته راشو او د اقتصادي تحرک عوامل تشخیص کړو او د ملي اقتصادي پیاوړتیا په خاطر باید واضح ملي اراده رامنځته شي.
هغه زیاته کړه، راتلونکی کال به موږ د شفافیت او اقتصادي انکشاف شاهدان اوسو او د تولید په برخه کې به د ښځو رول پیاوړی شي.
ده څرګنده کړه، اوسنی وضعیت باید د ستونزو او فرصتونو له مخې تعریف شي او د بریا لپاره خپله موخه وټاکو. باید د لارې نقشه واضح جوړه شي او په ګډه پرې کار وکړو.
ولسمشر د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ وې ویل، باید له اساسي قانون څخه ونه تښتو.
هغه وویل، د وطنوالۍ حق باید د وطنوالۍ له عمل سره یوځای شي چې په دې برخه کې د ښځو رول زښت زیات مهم دی.
د هېواد جمهور رئیس د کډوالو د راستنېدو په اړه وویل، حکومت تصمیم لري چې کډوالو او راستنېدونکو په ځانګړي ډول ښځو ته د کار او سرپناه زمینه برابره کړي.
په دې مراسمو کې جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او دهغو ښځو قدرداني یې وکړه چې د دې ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دغو مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن ټولو افغان مېرمنو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او ويې ويل، د افغانستان د نفوس له ۷۰ سلنې ډېر ځوانان دي او اړتیا ده چې دا قشر په تحرک د وضعیت د بدلون او ښه والي په برخه کې کار وکړي.
د هېواد د لومړۍ مېرمن د دفتر سلاکارې زهرې یوسف هم د خپل دفتر د فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او په ټولنه کې د ښځې د تاریخي مقام په اړه یې بحث وکړ.
د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیسې منيژې وافق، د لويې څارنوالۍ مرستیالې سینا شنا او د سولې عالي شورا غړې حسینې صافۍ په خپلو خبرو کې ټولو افغان مېرمنو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکه وویله او د افغان ښځو د رول او مقام په اړه یې خبرې وکړې.
هغوی په ټولنيزو، سیاسي، د ژوند چاپیریال، سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې د افغان ښځو شته ستونزو او ننګونه ته اشاره وکړه او په ازادو بحثونو کې یې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










