منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د اراضي اداره د ځمکو د جعلي اسنادو څېړلو پروسه پيلوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۰ کب، ۹۶): د بلخ ولايت د اراضي رياست مسوولين وايي، د ځمکو د جعلي اسنادو څېړلو پروسه به پيلوي، خو د بلخ ولايتي شورا غړي ياده اداره په دغه چاره کې بې وسه ګڼي.

د ارضي اداره ژمنه کوي چې ډېر ژر به د غاصبينو نوملړ له رسنيو سره شريک کړي، خو وکيلان فکر کوي چې د زورواکو پر وړاندې به ياده اداره څه ونه شي کړای.

د کب په ۲۰مه په بلخ ولايت کې د اراضي رياست لپاره د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې. دغه ودانۍ به د څلوېښتو خونو په لرلو سره په څلورو پوړونو کې جوړه شي.

د يادې ادارې رييس شېرشاه هوتک د دغو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومت د پرېکړې له مخې، له دې وروسته د ځمکو د اسنادو څېړلو دنده دوی ته سپارل شوې ده.

له دوی وړاندې دغه چاره محکمې پر مخ وړله.

نوموړي زياته کړه: ((ډېری ځمکې اسناد لري چې په ښکاره قانوني حيثيت لري؛ خو څېړلو ته يې اړتيا ده چې بايد تصفيه کړای شي.))

د هغه په وينا، دوی په هغو دولتي ساحو کار پيل کړی، چې ځمکې په کې غصب شوي او بېلا بېلال اسناد ورته جوړ کړای شوي دي.

هوتک وويل، دوی به غصب کړای شويو دولتي ځمکو ته د محکمو له خوا ورکړل شوې قبالې مسترد اعلان کړي او د اسنادو په سمې څېړنې به کار پيل کړي.

خو د بلخ ولايتي شورا غړي وايي، دغه اداره د ځمکو د اسنادو په برخه کې د حق او باطل معلومولو وړتيا نه لري.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد پژواک ته وويل، په بلخ کې ډېری ځمکې له دوو تر درېيو قبالې لري؛ له دې معلومېږي چې دلته ځمکو ته جعلي اسناد هم صادر شوي دي.

حديد وويل: ((زه فکر نه کوم چې په داسې حالاتو کې دې د بلخ اراضي اداره د حق او باطل معلومولو وړتيا ولري.))

نوموړي زياته کړه چې شوې ژمنې به همداسې ژمنې پاتې وي.

د هغه په خبره، د ځمکو د اسنادو څېړل هغه وخت شوني دي، چې حکومت پرېکنده پرېکړې وکړي.

بلخوا د ولايتي شورا وکيل محمد ابراهيم خيراندېش وايي، په بلخ کې ډېری ځمکې د زووراکو له خوا غصب کړای شوې دي.

نوموړي هم ټينګار کاوه چې د بلخ اراضي اداره د زورواکو پر وړاندې بې وسه ده.

هغه وويل: ((زه فکر نه کوم، دغه اداره دې له زورواکو غصب کړای شوې ځمکې بېرته وګرځولی شي.))

خو د بلخ اراضي ادارې رييس شېرشاه هوتک پر شته ستونزو سربېره وويل، چې دوی به ډېر ژر خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي زياته کړه، د بلخ د ځمکو د غاصبينو د لېست په چمتو کولو اخته دي، چې ډېر ژر به يې د رسنيو له لارې له خلکو سره شريک کړي.

د هغه په وينا، دوی تر دې دمه له کوم ځانګړي مشکل سره مخامخ شوي نه دي.

که څه هم د بلخ ولايتي شورا په دغه ولايت کې د ۲۵۰زره جريبه ځمکې د غصبېدو خبره کوي؛ خو د بلخ اراضي اداره يواځې د ۱۵۰زره جريبه ځمکې غصبېدو پخلی کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه