منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
ښوونه او روزنهغړي

خوست کې نا لوستو کسانو ته د حرفوي زده کړو لنډمهاله کورسونه پیلېږي

· 2 دقیقې لوستل · 183 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۱ کب ۹۶): په خوست کې د يونيسکو نړيوالې مرستندويې ادارې له طرفه نالوستو مېرمنو او سړيو ته د حرفوي زده کړو لنډمهال کورسونه پيلېږي.

د حرفوي زده کړو دغه پروګرام چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې پلی کېږي، په ترڅ کې به يې د خوست په مرکز او شپږو ولسواليو کې زده کوونکي په ۷۷ کورسونو کې وروزل شي.

د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختيار په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د حرفوي زده کړو په دغه پروګرام کې څلور عمده برخې خياطي، د چرګانو روزنه، لبنيات او د شاتو مچيو روزل شامل دي.

بخت نور بختيار زياته کړه چې په لومړي سر کې د حرفوي زده کړو په دې کورسونو کې ۱۰۷۸ کسان ګډون کوي چې د هغې له جملې يې ۶۵۸ نجونې دي.

دی زياتوي: ((په دې پروګرام کې مرکز او شپږ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راغلې دي، په هره ولسوالۍ کې ۱۱ کورسونه دي، چې ۶ يې د خياطۍ، ۲ د لبنياتو، ۲ د چرګانو روزلو او يو کورس يې د شاتو مچۍ دي.))

بخت نور بختيار همدا ډول وويل چې په دغه پروګرام کې نه يواځې د خوست، بلکې د پکتيا او پکتيکا ولايتونو زده کوونکي هم شامل دي او د حرفوي زده کړو دغه کورسونه به تعقيبوي.

د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته په خبرو کې د حرفوي زده کړو دغه لنډمهال پروګرام موثر وباله او ويې ويل، که چېرې دغه پروګرام په سم ډول سره پلی شي، نو د هغوی کورني اقتصاد په پياوړي کولو کې مهمه ونډه لري.

هغه وايي: ((زه په افغانستان کې د يونيسکو ادارې له مسوولينو غوښتنه کوم چې دغه برنامه په خوست کې نورو ولسواليو ته او د ټول هېواد په کچه باندې تطبيق کړي. زه باور لرم چې موثريت به يې زيات وي او د کورني اقتصاد په پياوړتيا کې او د خلکو د ژوند ښه کېدو کې اغېزمن رول ولوبوي.))

په همدې حال کې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستيال ډاکتر سردارمحمد رحيمي يادې غونډې ته وويل، که د حرفوي زده کړو دغو لنډمهاله کورسونو پايله مثبته وه، نو پلان لري چې دغه پروژه اوږدمهال ته وغځوي.

دی وايي: ((که د حرفوي زده کړو له دې کورسونو مثبته پايله ترلاسه کړه، نو غواړو چې په ۱۳۹۷ کال کې هم دې ته پراختيا ورکړو او يونېسکو هم هڅيږي، چې دې برخې ته خپله پاملرنه زياته کړه او نوره پانګونه هم کوي)).

د دې تر څنګ د حرفوي زده کړو د ياد پروګرام کې ګډونوال وايي چې په دې سره به يې د بې روزګارۍ ستونزه حل شي او د هغوی د اقتصاد په ښه کېدو کې به مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه
دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

ښوونه او روزنه

د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته په زرنج کې یو شمېر تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

ښوونه او روزنه

کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

ښوونه او روزنه

د معالجوي طب د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه واخیستل شوه

ښوونه او روزنه

کرزی: زده‌کړې د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتي دي

ښوونه او روزنه

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده

ښوونه او روزنه

په شپږو زندانونو کې د بندیانو لپاره د کسب‌زده‌کړې دوه کلنه پروژه پیل شوه

ښوونه او روزنه

د پژواک د راپور اغېز؛ سپین‌غر پوهنتون د نفیع‌الله د لوړو زده‌کړو د بشپړ مالي ملاتړ ژمنه وکړه