ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو دوه لوړپوړي چارواکي په زندان محکوم شول

د پوليسو دوه لوړپوړي چارواکي په زندان محکوم شول

author avatar
14 Mar 2018 - 19:32
د پوليسو دوه لوړپوړي چارواکي په زندان محکوم شول
author avatar
14 Mar 2018 - 19:32

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د پوليسو دوه لوړپوړي چارواکي د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د لومړۍ محکمې له لوري په درې کاله زندان محکوم شول او يوه بل منسوب ته برائت ورکړل شو.

د دغو تورنو کسانو (هرات کې د انصار ٦٠٦ زون د جنايي څېړنو پخواني مشر پاسوال سيد عمر نايب زاده، د انصار د ٦٠٦ زون د جنايي څېړنو پخوانى مرستيال سمونيار نجيب الرحمن او د دغه رياست کارکوونکى دويم څارن عبدالرحمن) ډاګيزه محکمه د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کې په ډاګيزه توګه ترسره شوه.

لومړى د قضيې موظف څارنوال د تورن کس پر وړاندې خپله دعوا او دليلونه وړاندې کړل او ويې ويل، د پوليسو ياد درې منسوبين له خپلو دندو ناوړه ګټه پورته کړې او له انسان تښتوونکو سره يې په هغې قضيه کې مرسته کړې وه چې قتل يې کړى و.

خو د تورنو کسانو مدافع وکيلانو د موظف څارنوال ادعاوې رد کړې.

د دواړو خواوو له لوري د دليلونو په وړاندې کولو سره په پايله کې د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړۍ محکمې د قضايي پلاوي مشر شېراقا منيب د تورنو کسانو پر وړاندې حکم صادر کړ.

د ياد حکم پر بنسټ، سيد عمر نايب زاده او دويم څارن عبدالرحمن هر يو په درې کاله زندان محکوم شول، خو سمونيار عبدالرحمن برى الذمه وګڼل شو.

د قضايي پلاوي مشر زياته کړه، ياد پرېکړه وروستۍ پرېکړه نه ده؛ که چېرې تورن کسان او مدافع وکيل قناعت نه لري، نو د استيناف غوښتنه کولى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.