جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ۹۶): په ننګرهار کې د يوه خصوصي پوهنتون لسګونو محصلينو په خپل شخصي لګښت جلال اباد ښار کې د نيالګيو ايښودو حشر وکړ او له درې سوو زيات نيالګي يې کېښودل.
دوی وايي، موخه يې د هېواد زرغونتيا او خلکو ته د نيالګيو ايښودو په اړه د پيغام ورکول دي. دوی د کب په ۲۹مه د جلال اباد ښار عيدګاه جومات ته لاړل او هلته يې د جلال اباد ښاروالۍ په تخنيکي همکارۍ نيالګي کېښودل.
دوی چې له ځانونو سره يې بينرونه هم لېږدول او پرې يې (يو نيالګی د ځان لپاره او يو نيالګی د هېواد لپاره) ليکل کړي وو، په خپل دغه کار خوښ برېښېدل.
د خراسان په نوم د دغه خصوصي پوهنتون يوه استاد نويد الله الکوزي پژواک اژانس ته وويل، د نيالګيو اخيستو لپاره يې يوه میاشت په پوهنتون کې له محصلينو چندې راټولې کړې او نن يې پرې نيالګي واخيستل او عيدګاه جومات کې يې کېښودل.
هغه وايي، د دغې چارې موخه د جلال اباد ښار په زرغونتيا کې د محصلينو ونډه اخيستل او محصلينو ته دا ور ښودل دي، چې نيالګي کرل د هوا د پاکوالي لپاره اړينه خبره ده.
دی وايي، بله موخه يې ښاريانو ته دا پيغام رسول دي چې د خپل ښار پاکوالي او زرغونتيا کې برخه واخلي.
د ياد پوهنتون يوه محصل شفقت سادات وويل، خوښ دی چې پوهنتون يې ورته د ښار په زرغونتيا کې د ونډې اخيستو زمينه برابره کړې ده.
د جلال اباد ښاروالۍ د عامه اړيکو مسوول همايون غريبمل د ياد پوهنتون د محصلينو دغه ګام وستايه او پر نورو ښوونيزو ادارو يې هم غږ وکړ چې د دا ډول کمپاينونو او حشرونو په ترسره کولو ښاريان د ښار پاک او زرغون ساتلو ته متوجه کړي.
د يادولو ده، چې سږکال ننګرهار کې شاوخوا دوه ميليونه مېوه لرونکي او زينتي نيالګي روزل شوي چې د مسوولينو په وینا، د دغه ولايت په زرغونتيا کې به مهم رول ولوبوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










