ګردېز (پژواک، ٢٩ کب ٩٦): د پکتيا د لجه منګل ولسوالۍ اوسېدونکو قومي پرېکړه کړې چې هغه کورنۍ به نغدي جريمه کېږي چې خپل د زده کړو د عمر ماشومان ښوونځي ته ونه لېږي.
دوی دا پرېکړه د يادې سيمې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو په ګډه کلنۍ جرګه کې کړې ده.
د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل خلک پوه شوي چې له ستونزو د وتلو او پرمختګ يوازېنۍ لاره د پوهې ترلاسه کول دي او هڅه کوي دا پرېکړه له لجه منګل وروسته نورو ګاونډيو ولسواليو ته هم وغځوي.
منګل وايي چې ياده پرېکړه د نجونو او هلکانو دواړو په اړه ده، خو دا چې د ولايت د نورو سيمو په څېر د دې ولسوالۍ ډېری ښوونځي هم بې ودانۍ دي، نو ځکه نجونې له لومړني ښوونځي وروسته زده کړې نخ شي کولی.
نوموړي زياته کړه: ((خلک له تعليم سره ډېره مينه او لېوالتيا لري، نو مرکزي او ولايتي چارواکي هم بايد د مشکل حل ته پام وکړي. ټولو ښوونځيو، په تېره نجونو ته بايد اسانتياوې برابرې شي.))
دغه راز د لجه منګل قومي مخور ولي خان پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ ګڼو مخورو په يوه خوله دا پرېکړه کړې او له ټولو خلکو يې غوښتي چې له هر ډول عذر وړاندې کولو پرته دې په خپلو ماشومانو زده کړې وکړي.
خان وايي، که څوک له پرېکړې سرغړونه وکړي، نو ټول خلک يې حجرې ته ورځي، خبرې ور سره کوي او له معقول دليل پرته به ورته جريمه ټاکل کيږي.
ده وويل: ((لجه غرنۍ منطقه ده، اوس الحمدلله باتعليمه خلک پکې پيدا شوي، خلک پوه شوي؛ ۱۳۹۷ د پوره علمي حرکت پيل دی. موږ په خپل منځ کې يوه لايحه جوړه کړې، له ټولو کسانو مو د مشرانو او علماوو يوه شپږ کسيزه شورا جوړه کړه او هغه کورنۍ به ناغه کيږي چې خپل بچی مکتب ته نه ليږي.))
يو بل قومي مشر ښايسته جان احدي د پرېکړې په پلې کېدو ټينګار کوي او وايي چې که څوک پرېکړه عملي نکړي، نو له نورو قومي مسايلو هم پرېښودل کيږي.
احدي وويل: ((په لجه کې امکانات ډېر کم او غرنۍ سيمه ده چې دلته داسې پرېکړه کېږي، نو هغه سيمې چې امکانات ورته برابر دي، باید بې تعليمه پاتې نه شي. ماشوم کلمه هم خور او هم ورور ته اطلاقېږي؛ موږ په دې برخه کې لږ ستونزې لرو او له پوهنې وزارت څخه يې د امکاناتو غوښتنه کوو.))
د لجه منګل ولسوال عبدالرحمن سوله مل بيا وايي چې ولسوالي يې لا هم د پوهنې په برخه کې جدي ستونزې لري، خو تر اوسه يې د حل لپاره هېڅ اقدام ندی شوی.
سوله مل وويل چې په ولسوالي کې يې خيالي ښوونکي شته، خو پر بيا، بيا رسمي غوښتنې سربېره هم ورته د خپلې ولسوالي د ښوونکو تشکيل نه ورکول کيږي.
login or register a new account.