منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۸ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان به د سبو له اړخه پر ځان بسیا شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۲ وری ۹۷): د اروزګان ولايت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایې، دغه ولایت به ډېر ژر د سبو له اړخه پر ځان بسیا شي.

د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید نن د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې د بزګر ورځي په لمانځغونډه کې وویل چې د دغه ولايت اوسېدونکي تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دې؛ نو ځکه د ولايت اړوند ادارې هڅه کوي چې په دې برخه کې اړينې پروژې پلې کړي.

ده د اروزګان له کروندګرو وغوښتل چې د کوکنارو له کرلو لاس واخلي او پر ځای یې حلال تخمونه وکري.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال هم په دغه ولايت کې ډېر کوکنار کرل شوي وو.

د اروزګان د کرني رییس انجینر زلمي الکو وویل، دغه ریاست په پام کې لري چې په روان کال کې ۴۹ پروژې د کروندګرو د ژوند ښه کولو لپاره پلې کړي.

هغه د دې پروژو په اړه جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې له دې لارې به ډېر ژر دغه ولايت د سبو له پلوه پر ځان بسيا شي.

هغه وويل چې په دې برخه کې مخکې هم کار شوى او تېر کال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د اوبو زېرمې او شنې خونې جوړې شوې او پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.

دا مهال په دغه ولايت کې ډېر بهرني او د نورو ولايتونو سابه کارول کېږي.

د اروزګان ځيني اوسېدونکي وايي دولت په دغه ولايت کې د کرنې په برخه کې لکه څنګه چې ښايي هسې کار نه دى کړى.

یوه کروندګر ملک طاووس پژواک ته وویل چې په دغه ولايت کې دوه د اوبو لوی بندونه شته، خو دولت په تېرو ١٦ کلونو کې د دغو بندونو په تړلو کې په داسې حال کې پاتې راغلى چې هلته زرګونه جریبه ځمکې شاړې پرتي دي.

د دغه ولايت بل کروندګرعبدالباري بیا وایې، د کرني ریاست د نیالګو ایښودلو لپاره فارم نه لري او بزګران اړ دي چې هر کال د پسرلي په موسم کې له نورو ولایتونو نیالګي واخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه