ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغان او بهرنيو ځواکونو په جوزجان کې دداعش يو مرکز بمبار کړى”

“افغان او بهرنيو ځواکونو په جوزجان کې دداعش يو مرکز بمبار کړى”

author avatar
23 Mar 2018 - 15:35
“افغان او بهرنيو ځواکونو په جوزجان کې دداعش يو مرکز بمبار کړى”
author avatar
23 Mar 2018 - 15:35

کابل(پژواک، ۳ ورى۹۷): په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومانداني وايي چې افغان ځانګړو او امريکايي ځواکونو په شمال کې د داعش وسله والې ډلې يو مرکز په نښه کړى دى.

په هغه خبرپاڼه کې چې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ له دفتره پژواک اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې د داعش د خرسان څانګه زياتره له پاکستانيو وسله والو جوړه شوې ده .

خبرپاڼې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قوماندان جنرال نيکلسن له خولې ويلي دي چې په شمال کې د ازبکستان اسلامي حرکت هم له داعش سره همکاري کوي او کېداى شي لس سلنه ددغې ډلې غړي د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي دي.

سرچينې ويلي دي چې افغان او امريکايي ځواکونو د وري په ٢مه د جوزجان د درزاب په مغلو سيمه کې د داعش خراسان ډلې مرکز بمبار کړى دى او د هغوى يو شمېر وسله وال يې وژلي دي. 

نيکلسن ويلي (( موږ هر ورځ  په داعش پسې يو او ددې ډلې پرضد اقدام کوو، په هېڅ ځاى کې به ترهګرو ډلو ته خوندي ځاى نه وي او د هغوى پرضد به هوايي بريدونه دوام ولري او موږ به د افغانستان په هر کونج کې هغوى له منځه يوسو .))

افغان او ناټو چارواکو ويلي چې داعش ډلې د ننګرهار ترڅنګ په دې وروستيو کې په کابل او شمال کې خپل فعاليتونه زيات کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.