کابل(پژواک،۴وری۹۷):ولسمشر ۱۳۹۷ کال له پوهنې څخه د ملاتړ کال اعلان کړ او د پوهنې بېلابېلو برخو ته يې پر پاملرنې د ټينګار تر څنګ پر مسلکي او غير سياسي ادارې د پوهنې وزارت بدلول د حکومت لومړيتوب وباله.
نن د کابل په اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د مکتب زنګ په وهلو سره په رسمي توګه نوی تعليمي کال پيل شو او ولسمشر له هغه نندارتون څخه هم ليدنه وکړه چې د کابل ښار د بېلا بېلو ښوونځيو د زده کوونکو له خوا جوړ شوي وسايل په کې نندارې ته اېښودل شوي وو.
غني وويل چې په تېرو کلونو کې،ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګونه شوي او د ښوونکو او زده کوونکو شمېر هم زيات شوی دی، خو د ښوونې او روزنې کيفيت لا هم ډېر ټيټ دی.
نوموړي زياته کړه چې لا هم په هېواد کې ۵۰سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، نيمايي ښوونکي ټيټ ښوونيز معيارونه نه شي بشپړولی، د ښوونځي پر شرايطو برابر ۳.۵ميليون ماشومان له تعليم څخه بې برخې دي او په ټول هېواد کې شاوخوا زر ښوونځي تړلي دي.
غني وويل:" د افغانستان د ولسمشر په توګه غواړم له خپل درانه ملت سره د هېواد له پوهنې څخه د ملاتړ په برخه کې نوي نوښتونه شريک کړم. لومړی ۱۳۹۷کال د هېواد له پوهنې څخه د ملاتړ کال اعلانوم او په دې کال کې له پوهنې څخه د ملاتړ له امله، مهم پيغامونه لرم."
ولسمشر اړونده وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې له پوهنې سره دې هر اړخيزه همکاري ولري او پوهنې ته دې د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړي.
هغه زياته کړي چې په راتلوونکو دوو کلونو کې د شپږ زره ودانيو د جوړېدو لپاره،دوه سوه ميليون امريکايي ډالره بوديجه په پام کې نيول شوې او ټولو اړونده ادارو ته ويل شوي چې په شپږو اوونيو کې دې ټولو هغو ښوونځيو ته ځمکې پيدا کړي چې تر اوسه ځمکې نه لري.
د ولسمشر په وينا، د پوهنې وزارت په تېرو دوو کلونو کې د خلکو له خوا د ۱۳۳۰جريبه ځمکې مرسته ترلاسه کړې.
غني وويل:" پر ملت غوږ کوم، هماغه ډول چې د څه باندې ۱۶۰زره ډېرو جوماتونو د جوړولو لپاره مو خپله ديني فريضه ادا کړه، همداسې د ښوونځيو د جوړولو لپاره د ځمکې برابرولو په برخه کې خپله ديني فريضه ادا کړئ او د الهي رحمت او ثواب ترلاسه کولو لپاره بېړه وکړئ."
نوموړي زياته کړه چې د کابينې له دستور سره سم يې د هېواد د پوهنې وزارت د ښوونکو د رتبو او معاشونو کړنلاره برابره کړې چې په رسمي جريده کې يې په خپرېدو سره نافذېږي او د ۱۳۹۷ کال د زمري تر ۲۷مې پورې به ډېر شمېر ښوونکي د قانوني ميعادونو په بشپړېدو سره له دغه امتياز څخه ګټه پورته کړي.
ولسمشر وويل چې د حکومت له خوا د ښوونکو لپاره د سيمه ييزو معاشونو پر طرحې هم بحث روان دی.
نوموړي وويل، پرېکړه يې کړې چې بايد د ښوونکو د استخدام بهير د اداري اصلاحاتو کمېسيون له خوا ترسره شي او د ښوونکو د ګومارنې لپاره د بډې ورکولو کلتور نه يوازې د منلو نه دی، بلکې د جزا وړ دى .
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل:" ما له ښوونکو سره ژمنه کړې وه چې کور او سرپنا به ورته برابروم. تر اوسه مو په دې برخه کې لازم برياليتوبونه نه دي درلودلي، خو د ښار جوړونې وزارت او د ځمکو ادارې ته مې سپارښتنه کړې چې ددې مسالې د حل لپاره دې يوه داسې طرحه جوړه کړي چې نه يوازې ښوونکو، بلکې د بېرته را ستنېدونکو کډوالو، کورنيو بې ځايه شويو او د شهيدانو وارثينو ته هم کورونه او سرپناوې برابرې کړي."
هغه زياته کړه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته يې امر کړی چې د هېواد د مرکز او ولايتونو ښوونځي دې له انټرنټ سره ونښلوي.
غني د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل:" د سولې په اړه ملي اجماع، دغه شونتيا برابروي چې ښوونې او روزنې ته ډېره پاملرنه وشي او د افغانستان نا امنې سيمې به د پاملرنې چورليز وي."
هغه زياته کړه، د پوهنې وزارت ته يې سپارښتنه کړې چې د زده کوونکو او ښوونځيو د روغتيايي پروګرامونو په برخه کې دې د پوهنې له وزارت سره له نږدې کار وکړي او نجونو ته دې د فوليک اسيد او اوسپنې ګوليو د وېشلو پروګرام عملي کړي او ماشومانو ته دې د واکسين په ځانګړې توګه نجونو ته د تيتانوس واکسين تطبيق کړي.
نوموړي ماليې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې له پوهنې وزارت سره دې د ښوونکو لپاره د پور ورکړې صندوق د جوړېدو په برخه کې همکاري وکړي،
هغه زياته کړه:" زه پر سوداګرو او پانګوالو غږ کوم چې په دې ملي حشر کې دې د ځمکو ، نغدي مرستې او يا نورو شيانو د مرستې له لارې ونډه واخلي."
ولسمشر دغه راز د پوهنې په برخه کې له فساد سره پر کلکې مبارزې ټينګار وکړ او له ديني عالمانو او مشرانو څخه يې وغوښتل چې له ښوونې او روزنې څخه دې معنوي ملاتړ وکړي.
غني وويل چې د نوي تعليمي نصاب په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او دغه پروسه له نږدې څېړل کېږي.
د هغه په وينا، هغه کتابونه چې په تېرو کلونو کې د ۳۰سلنه زده کوونکو لپاره چاپېدل، اوس به دسل سلنه زده کوونکو لپاره چاپ شي، د راڼه وېش سيستم رامنځ ته شوی او د پنځو راتلونکو کلونو لپاره يې د اړتيا وړ بوديجه هم چمتو شوې ده.
هغه زياته کړه چې د پوهنې وزارت بايد څرګند اخلاقي، اسلامي او ملي کود ولري او پر مسلکي او غير سياسي ادارې د معارف بدلول، د حکومت له مهمو اجنډاوو څخه دي او د پوهنې وزارت بايد په دې برخه کې کار وکړي.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل:" دې موخې ته د رسېدو لپاره د پېژندګلوۍ له مخې د غير مسلکي کسانو ګومارل د منلو وړ نه دي، دغه وزارت د نفاق او سياست ځای نه دی، د افغانستان ماشومان معصوم دي او بايد د مسلمان او افغان ماشوم په توګه وروزل شي... په معارف کې تفرقه ځای نه لري، د افغانستان ټول قومونه برابر او سره وروڼه دي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










