جلال اباد (پژواک، ٤ ورى ٩٧): د ننګرهار والي وایي، هر څوک چې په خپل شخصي لګښت د یو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړي ،کولی شي ياد ښوونځى په خپل نوم کړي .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل دغه څرګندونې د وري په ٤مه، ددغه ولايت په سړو سیمو کې د ښوونیز کال د پیل د زنګ وهلو په مراسمو کې وکړې .
نوموړي دغه راز په دې مراسمو کې د دې ولایت د پوهنې ادارې د کیفیت د لوړېدو په موخه له ځانګړو هلو ځلو څخه هم خبر ورکړ.
د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب شينواري وويل، ننګرهار د هېواد هغه ولایت دی چې په کې ۱۲ میاشتې پوهنیز بهیر جریان لري،خو په وینا یې په دې ولایت کې دمګړۍ ۱۲ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې ولایت په سړو سیمو کې ۲۷۹ ښوونځي لري چې د ۶۶ مېرمنو په ګډون د ۲۱۸۹ ښوونکو له لوري په کې د تدریس چارې ترسره کیږي، خو د ولایت په کچه یې د نږدې پنځه سوه ښوونځیو د ودانيوله نشتوالي څخه خبر ورکړ.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،پوهنې اداره د ټولو ګډ کور دی او تر دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د یادې ادارې په چوکاټ کې سیاسي، ګوندي، قومي او نور حرکتونه ترسره کړي او په دې برخه کې به سر غړونکو سره سخت چلند ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه، ولسمشر ١٣٩٧ لمریز کال د پوهنې د ملاتړ په نوم نومولی چې د دې ستر نوښت او ارزښت په نظر کې نیولو سره د ټولنې هر وګړی د خپل مسوولیت له مخې باید د پوهنې د ودې لپاره په رښتینې توګه کار وکړي.
د ننګرهار والي اعلان وکړ چې په دې ولایت کې هر څوک کولى شي چې د پوهنې ادارې په چوکاټ کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او ښوونځی په خپل نوم ونوموي .
هغه د پوهنې ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د یو منظم پلان له مخې په پوهنیز بهیر کې د مکافاتو او مجازاتو اصل راژوندی کړي او د دې پروسې د پلي کولو په برخه کې يې د ولایت مقام له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار والي په وینا، هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو څخه په ګټې اخیستنې سږ کال تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي او د پوهنې په اداره کې ستونزو ته د حل لارې چارې ومومي.
په جوړو شوو مراسمو کې د ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع، قومي مشر حاجي حیات خان، د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد او مدني فعال نجیب الله صاحبزاده د ولسمشر له لوري ١٣٩٧ لمریز کال د پوهنې د ملاتړ له نوښت څخه ستاینه او ملاتړ وکړ.
دوی ټینګار وکړ چې معارف باید د سیاسي کشمکشونو څخه وژغورل شي او د پرمختګ لپاره یې ټول ولسونه دولت ته د همکارۍ لاسونه ورکړي.
د مراسمو په څنډه کې د زده کوونکو له لوري بېلا بېلې ورزشي نندارې،په زړه پورې ترانې او تمثیل وړاندې شول .
په سړو سیمو کې د ښوونیز کال د پرانېستې په موخه له جوړو شوو مراسمو وروسته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د پوهنې او ننګرهار پوهنتون ريیسانو او د ولایتي غړو يې ملتیا کوله د بي بي زنیب په عالي لېسه کې د زنګ په کړنګولو سره نوی پوهنیز کال په رسمي ډول پیل کړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










