منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.م
۱°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پوهنې وزارت په ښوونيز سيستم کې داصلاحاتو رامنځته کېدو خبر ورکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

 

 کابل(پژواک، ٤ ورى ٩٦): د افغانستان د پوهنې وزارت په روان ښوونيز کال کې د درسي کتابونو د شمېر کمښت او شاوخوا ٥٠ ميليونه ټوکه کتابونو د چاپ خبر ورکوي او وايي چې په دې وزارت کې يې د اصلاحاتو راوستلو په موخه يو لړ پروګرامونه پيل کړي دي.

 د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهيم شينواري نن د ١٣٩٧ ښوونيز کال د پيل او ښوونځي زنګ وهلو مراسمو کې چې د کابل اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼ شمېر دولتي چارواکو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون جوړ شوي وو، وويل چې د پوهنې ارتقا يوازې د معارف دنده نه ده، بلکې د پوهنې د پرمختګ لپاره د دولت، ملت او ټولو سکتورونو ترمنځ  همکارۍ ته اړتيا شته.

د نوموړي په خبره، تر هغو چې همکاري رامنځته ته نه شي، د هېواد پوهنه پرمختګ نه شي کولى او تر څو چې پوهنې ته پاملرنه نه وي شوې، دايمي پرمختګ، اتفاق، اتحاد، سوله او ثبات نه رامنځته کېږي.

 هغه د هېواد د ښوونې او روزنې بهير  پروړاندې شته خنډونو ته په اشارې سره وويل چې دغه وزارت لاسته راوړنې هم لري.

د پوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه چې په وروستيو درېيو مياشتو کې د لومړي، دويم او درېيم ټولګي د درسي کتابونو مسوده چمتو شوې ده.

نوموړي زياته کړه:((د کتابونو شمېر چې يوه ستونزه او د خلکو شکايت و، له لومړي تر درېيم ټولګي پورې له اوو نه درېيو، له ٤ نه تر شپږم ټولګي د کتابونو شمېر له ١٤ نه شپږو، د اووم نه تر نهم ټولګي پورې د ١٧ کتابونو شمېر تر ٧ او له لسم نه تر ١٢ ټولګي پورې د ١٥ کتابونو شمېر تر ١٢ پورې را تيټ شوى، خو منځپانګه يې لوړه شوې ده.))

د نوموړي په خبره، تېر کال ١٥٠ تړي شوي ښوونځي د خلکو او ديني عالمانو په همکارۍ پرانېستل شوي او د نورو تړل شوو ښوونځيو د خلاصون لپاره هم هڅې روانې دي.

هغه وويل چې پخوا د ښوونکو د ګومارنې په برخه کې ستونزې موجودې وې، خو اوس ورته پاملرنه شوې او په وروستيو څلورو مياشتو کې اړين اقدامات شوي دي، په همدې وروستيو کې لس زره ښوونکي د يوې رڼې پروسې له لارې ګومارل شوي.

هغه زياته کړه چې په نوو کړنلارو سره به د هېواد د پوهنې سيسټم په راتلونکو پنځو کلونو کې د نورو هېوادونو له روان مسير سره برابر شي.

 د ښوونکو روزنه، په ښوونځيو کې د نجونو د شموليت لپاره له مدني ټولنو سره ګډ کمپاين، د برى ليکونو(شهادتنامو) په وېش کې اصلاحات او نور له هغو پروګرامونو دي چې سږ کال به عملي شي.

هغه وويل چې د شهادتنامو وېش د نوي کمپيوټري سيستم په پرانېستو سره به په کابل ښار کې د نمونې په ډول په يوه ورځ کې ٤٨ زرو زده کوونکو ته شهادتنامې ووېشل شي.

نوموړي زياته کړه چې د نوي ښوونيز کال لپاره په پام کې لري چې څه باندې يو ميليون زده کوونکي جذب شي او شاوخوا ٥٠ ميليونه ټوکه درسي کتابونه به چاپ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه