شبرغان (پژواک،۴وری۹۷): د جوزجان چارواکي وايي چې د دې ولايت د پوهنې بهير له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او د ۶۸ ښوونځيو تړل کېدو له امله په روان کال کې کابو ۳۰زره نجونې او هلکان د زده کړې له بهير څخه بې برخې دي.
دغه مطلب د جوزجان د پوهنې رييس عبدالحی يشين، نن په شبرغان کې د نوي تعليمي کال د پيلېدو په مراسمو کې په ډاګه کړ او ويې ويل، سره له دې چې د ياد شوي ولايت د پوهنې بهير له ننګونو سره مخامخ دی، خو د جوزجان خلکو تل له پوهنې او ښوونکو څخه ملاتړ کړی دى.
ده زياته کړه، د جوزجان خلکو د ښوونځيو او درسي ټولګيو د کمښت ستونزې د حل کېدو لپاره پوهنې ته د کابو ۵۰۰جريبه ځمکې مرسته کړې چې دا ساده کار نه دی.
د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي د جوزجان د ښوونځيو د چارو ښه کېدو په موخه د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې که خلک له پوهنې سره همکار ونه اوسي، ستونزمنه به وي چې دغه اداره د شته ننګونو د حل لپاره کار وکړی شي.
نوموړي وويل چې د پوهنې رياست اداره بايد له هر ډول فساد او تبعيض څخه پاکه وي، ځکه دغه اداره د ټولنې د زېربنا حيثيت لري، چې د وطن بچيان په کې علم او پوهه ترلاسه کوي او ټولنې ته وړاندې کېږي.
د جوزجان د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په ياد شوي ولايت کې ۴۰۳ښوونځي موجود دي چې شاوخوا ۱۸۰ يې ودانۍ او درسي ټولګي نه لري.
نوی تعليمي کال نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ښوونځي زنګ په وهلو سره رسماً پيل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن