ګردېز (پژواک، ٤ ورى ٩٧): د پکتيا چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو ټول ١٣ ښوونځي لا هم تړلې پاتې دي.
طالبانو ياد ښوونځي له څلورو کلونو راهيسې تړلي، خو مسوولين وايي چې د بېرته پرانېستلو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
ولايتي چارواکي وايي چې له وسله والو طالبانو سره غږېدلي او مخامخ يې ور سره د ښوونځيو خلاصولو خبره منلې، خو عملا يې لا هم څه نه دي کړي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د نوي تعليمي کال د پيل مراسمو په څنډه کې پژواک ته وويل چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له وسله والو طالبانو سره خبرې کوي چې د ښوونځيو تړلو لامل معلوم او په اړه يې اقدام وشي.
کټوازی وايي:((د قومي مشرانو په وساطت مو خبرې ور سره روانې کړې دي؛ په خبرو کې يې دا منلې چې ستونزه به نه ايجادوي، خو عملا ستونزه جوړوي. مشران به دا معلومه کړي چې ستونزه څه ده، که منقطي ستونزه وه او حل يې زموږ له وسه پوره و، حلو يې او مکتبونه خلاصوو.))
د زرمت د پوهنې مدير عبدالرشيد عثماني بيا وايي چې له وسله والو طالبانو سره غږېدلی، خو هغوی ورته ويلي چې د ښوونځيو خلاصول د دوی له کچې پورته مسله ده.
هغه زياته کړه :((زه د قومي مشرانو او خپلو معلمانو او علماوو په واسطه ور سره کېناستی يم، هغوی وايي چې دا د ولسوالۍ يا ولايت په کچه خبره نه ده او له پاسه ورته ويل شوي چې دا ښوونځي بند دي.))
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې ياد ښوونځي يې د ښځينه ښوونکو د نشتون له امله تړلي دي او په خبره يې د يادې ستونزې تر حل پورې به همداسې پاتې وي.
مجاهد وايي چې په دې اړه يې د پوهنې مسوولينو او ځينو موسـسو ته ويلي چې د نجونو د مکتبونو لپاره ښځينه ښوونکې وګوماري، خو په خبره يې تر اوسه په دې اړه څه نه دي شوي.
د پوهنې رييس کوچی ځاځی وايي چې په تړلو ښوونځيو کې يوه لېسه، يو منځنی او پاتې نور لومړني ښوونځي دي.
ځاځي وويل چې يادې ولسوالۍ ته څوک د تګ لپاره زړه نه ښه کوي او يو دوره نجونې بايد له ښوونځيو فارغې شي، څو بېرته په همدې سيمو کې مقررې او ستونزه د تل لپاره حل شي.
د زرمت يوې اوسېدونکې ملالۍ د ښوونځيو په تړل کېدو ډېره خواشيني ده او وايي چې د وسله والو له خوا د ښوونځيو له تړل کېدو سره يې هيلې رژېدلې دي.
ملالۍ پژواک ته وويل، هيله يې لرله چې زده کړې بشپړې او بيا خپلې وروسته پاتې سيمې او خلکو ته خدمت وکړي، خو په خبره يې د مکتبونو له تړل کېدو سره د ګڼو نورو نجونو په څېر خپه او ناهيلې شوې ده.
زرمت د پکتيا تر ټولو لويه او ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده چې ۶۳ ښوونځي په کې دي، خو له نيمايي زيات يې ودانۍ نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










