جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۷): د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ نږدې اويا سلنه خاوره له داعش ډلې پاکه شوې او ډېرې محدودې سيمې د دغو وسله والو تر کنټرول لاندې دي.
له بلې خوا، که څه هم ځايي خلک له اوسني امنيتي وضعيت خوښ دي، خو د دايمي امنيت لپاره په لرو پرتو سيمو کې د دايمي نظامي بيزونو غوښتنه کوي او وايي، يواځې پوستې د داعش ډلې مخنيوی نه شي کولی.
دغه راز په دغه ولسوالۍ کې د جګړو له امله شاوخوا درې زره کورونه ړنګ شوي او ځينې يې د داعش ډلې له خوا سوځول شوي. ځايي خلکو د ورتګ نيت کړی، خو وايي بايد لومړی يې کورونه ورغول شي.
په اچين ولسوالۍ کې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د داعش او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي، چې نږدې ۸۰ سلنه خاوره د دغې ډلې تر ولکې لاندې ورغلې وه؛ خو اوس له تېرو څو مياشتو راهېسې د افغان ځانګړو ځواکونو (افغان سپېشل فورس) د ځانګړو عملياتو په نتيجه کې نږدې ۷۰ سلنه خاوره له دغې ډلې پاکه شوې ده.
عمليات اوس د بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د مامندرې او پېښې درې په استقامتونو روان دي، چې د مامندرې ۸۰ سلنه او د پېښې درې ۶۰ سلنه خاوره له دغې ډلې پاکه شوې ده.
د پژواک خبريال د مامندرې تر تنګي سيمې هلته چې د داعش ډلې او افغان ځواکونو د جګړې لومړۍ کرښه ده، ورغلی او له نږدې يې ټولې نيول شوې سيمې ليدلې دي.
د اچين ولسوالۍ له مقام بيا تر تنګي پورې شاوخوا ۲۵ کيلومتره ساحه له داعش ډلې پاکه شوې؛ خو اوس په مامندره کې د بمبار له امله ړنګ شوي او د داعش ډلې له لوري سوځول شوي کورونه، شاړې ځمکې، وچې، سوځېدلې او په مرميو سورۍ او ماتې ماتې ونې، د وسله والو جسدونه، په ډورن بريدونو کې بمبار شوي موټر او د جګړې نورې ډېرې نښې ليدل کېدلې.
د مامندرې ځينو سيمو ته خال خال کورنۍ ستنې شوې دي. ځينې خلک وخت ناوخت د خپلو ورانو کورونو ليدو ته هم ورځي، خو ټول خلک ځکه تګ ته زړه نه ښه کوي، چې له يوې خوا يې کورونه نړېدلي او له بلې خوا يې د داعش د بياځلي بريد ډار هم په زړونو کې دی.
۴۵ کلن سيد روف د مامندرې اوسېدونکی دی. د خپل ړنګ کور د ليدلو لپاره يې خپله يوه لور او درې زامن د ليدلو په خاطر وړي و، خو په غمجنه لهجه يې وويل، چې کور کې يې هېڅ هم پاتې نه و.
د هغه تر ټولو ترخه خبره لا دا وه چې وايي: ((دا بچيان مې د خپل کور ليدلو ته ور وړل، دوه کاله مخکې ترې موږ وتلي يو، اوس چې ورغلو، خپل کور يې نه پېژانده.))
د تنګي سيمه چې د داعش ډلې او افغان ځواکونو د جګړې وروستۍ کرښه ده، د افغان ځانګړو ځواکونو او سيمه ييزو پوليسو پوستې موجودې دي، چې وايي، د هوايي ځواک له ۲۴ ساعته ملاتړ برخمن دي او لا هم هلته دوه جيټ او دوه څرخي الوتکې د داعش وسله والو په نښه کولو پسې ګرځېدلې.
د افغان سپيشل فورس ځواکونو يوه سرګروپ محمد امين وويل: ((اوس موږ ته اووه کيلومتره ساحه پاتې ده، چې مامند دره مکمله له داعش څخه پاکه کړو، خروه، خنډکی او مورګۍ همدا درې کلي پاتې دي.))
د ځانګړو افغان ځواکونو له دې پوستې د سپين غره لوړې څوکې نږدې معلومېدلې، چې د سرتېرو په وينا، تر دغو څوکو هاخوا د پاکستان تيرا سيمه او ترې ديخوا د داعش ډلې يو شمېر وسله وال موجود دي.
د ځانګړو ځواکونو دغه سرتېري وويل، شاوخوا څلوېښت ښځينه او په همدې شمېر کې نارينه داعش د سپين غر او ترې راديخوا د يو بل غر ترمنځ په غريزه ځنګلي سيمه کې ځای پرځای شوي دي.
بلخوا د سيمې استوګن وايي، چې بېرته کورونو ته د ستنېدو په خاطر دې په سيمه کې لوی امنيتي بيزونه جوړ شي، که نه نو تر عملياتو او د ځانګړو ځواکونو ترتګ وروسته د سيمو ساتنه په سيمه ييزو پوليسو او وړو پوستو نه شي کېدلی.
شپېته کلن وارث خان چې تازه يې خپل کور ته بېرته کډه کړې، په سيمه کې پژواک ته وويل: ((حکومت دې دلته دايمي بيزونه جوړ کړي، چې دا سيمې د همېش لپاره وساتل شي، که نه په دې عسکرو او وسلو دا سيمې نه ساتل کېږي، که دا عمليات کوونکي ځواکونه لاړ شي، نو د يوې ورځې لپاره هم محلي پوليس سيمې نه شي ساتلی.))
په ورته وخت کې د اچين ولسوال محمد اسماعيل شينواری وايي، په دغه ولسوالۍ کې د جګړو له امله شاوخوا درې زره کورونه وران او يا هم تخريب شوي دي.
هغه زياته کړه، په تازه عملياتو کې د مامندرې ۸۰ سلنه او پېښې درې ۶۰ سلنه سيمه له داعش ډلې پاکه شوې او د پاتې سيمو د نيولو لپاره هم عمليات روان دي.
شينواري وويل: ((موږ له مرکزي ادارې څخه څو واره غوښتنه کړې، چې د نيول شويو ساحو د بېرته ساتنې لپاره دې جدي اقدامات وکړي، خو تر اوسه هغسې نه دي شوي.))
ولايتي اداره بيا وايي چې له داعش ډلې په دايمي ډول د دغې سيمې د ژغورنې او بېرته خپلو مېنو ته د کډوالو شويو کورنيو د ستنېدو لپاره يې خاص پلانونه جوړ کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل: ((په تېرو درېيو کلونو کې د اچين ولسوالۍ ۱۱۰ کلي له داعش څخه پاک شول او تقريبا نهه زره کورنۍ بې کوره شوې وې، چې شاوخوا څلورنيم زره کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې.))
هغه زياته کړه: ((د ويجاړو شويو کورونو او خلکو ته د امنيت ساتنې لپاره د امنيتي بېزونو، د جوړېدو قوي پلانونه شته دي، چې هم سيمې وساتل شي او هم د خلکو ژوند خوندي شي.))
داعش ډلې بيا تر اوسه په دغه سيمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










