فيض اباد (پژواک،۶ وری ۹۷): د بدخشان ولايت چارواکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د دغه ولايت وردوج ولسوالي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، له دوو کلونو راهيسې يې تر لس زره ډېر ماشومان او زلميان له زده کړو بې برخې پاتې دي.
د بدخشان د پوهنې رييس روح الله محقق د نوي ښوونیز کال د پيلېدو په مراسمو کې وويل چې په وردوج ولسوالۍ کې له دوو کلونو راهيسې ۱۶ ښوونځي، يو الحاقيه دارالمعلمين او يوه مدرسه د ماشومانو، ځوانانو او زلميانو پر مخ تړلي او له لس زره ډېر ماشومان زده کړو ته له دوام څخه بې برخې پاتې دي.
نوموړي دغه راز وويل چې د بدخشان په بېلابېلو برخو کې تر زرو ډېر ماشومان د نا امنيو، بې وزلۍ، لارې د لرېتوب، سړک، پله او پلګوټو نه شتون له امله له ښوونځي څخه بې برخې دي.
محقق د خپلو خبرو په دوام وويل چې د بدخشان د پوهنې رياست، په بهارک ولسوالۍ کې چې د وردوج له ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، د ديني عالمانو، سيمه ييزو مخورو په همکارۍ د طالبانو له قوماندانانو سره خبرې پيل کړې او هڅه کېږي چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو دروازې د ماشومانو پر مخ پرانيستل شي.
د بدخشان د ولايتي شورا مشر ډاکتر احمد بشير صميم په وردوج ولسوالۍ کې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل: "په ښوونځيو کې له درسه د ماشومانو او زلميانو د بې برخې توب په اړه د پوهنې د رييس راپور د اندېښنې وړ دی."
نوموړي زياته کړه چې په دروازها، کران و منجان او سرحدي ولسواليو کې د نا امنيو او پر سيندونو د پاسه د پلونو نه شتون له امله ډېری ماشومان ښوونځيو ته نه شي تلای او له زده کړو بې برخې دي.
نوموړي له مرکزي حکومته وغوښتل چې د ماشومانو ستونزې دې حل کړي او هغوی ته دې د تدريس زمينه برابره کړي.
د بدخشان د پوهنې رياست د تدريسي مرستيال عصمت الله شرقي د معلوماتو له مخې، اوسمهال د بدخشان په ښوونځيو کې ۴۵۰ زره زده کوونکي چې ۴۰ سلنه يې نجونې دي، د لس زره ډېرو ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي.
سرچينې زياته کړه چې ټاکل شوې ده په روان کال کې ۳۰۰ نور ښوونکي هم وګومارل شي.
د بدخشان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وويل چې په دغه ولايت کې ۷۲۸ ښوونځي شتون لري چې له ۴۰۰ ډېر يې ودانۍ نه لري او په وردوج ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۶ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










