ګردېز (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د پکتيا چارواکي وايي چې د دغه ولايت ګڼ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري چې له امله يې په ځينو سيمو کې درسي بهير ټکنی دى.
د پکتيا د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په دغه ولايت کې ۳۹۶ ښوونځي شته چې نږدې ۲۵۰ يې ودانۍ نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو کلونو راهيسې په پکتیا کې هېڅ ښوونځي ته ودانۍ نه ده جوړه شوې.
د یادې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال به په دغه ولايت کې شاوخوا څلوېښتو مکتبونو ته ودانۍ جوړې شي.
کټوازي زياته کړ: ((د تعليمي برخې د ښه والي لپاره شاګرد، معلم، کتاب او سالم چاپېريال مهم دي، د دې لپاره مو يو منظم پلان جوړ کړی؛ سږ کال به په پکتيا کې رښتيا د معارف کال وي، د تېرو کلونو څو چنده کار به کوو او د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه به شاوخوا څلوېښتو مکتبونو ته تعميرونه جوړ شي.))
دغه راز د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک ته وويل چې ودانۍ او سالم چاپېريال د زده کړې لپاره اساسي اړتيا ده او د نه شتون له امله يې لازمه زده کړه نه شي ترسره کېدی.
ځاځی څلوېښت ښوونځيو ته د ودانيو جوړول مهم پرمختګ يادوي، خو وايي چې له دې سره هم ستونزه نه حلېږي او د دولت، مرستندويه موسـسو، سازمانونو او هېوادونو مرسته اړينه بولي.
نوموړي زياته کړه: ((اوس مهال زموږ ۷۵٪ ښوونځي ودانۍ نه لري او دا د زده کړې او کيفيت په مخ کې يو عمده مشکل دی؛ د درسي کتابونو له کموالي سره هم مخ يو او هيله لرو چې کتابونه ژر چاپ او تر موږ را ورسېږي چې د شاګردانو وخت ضايع نه شي.))
دغه راز د ګردېز ښار اړوند د تېرې سيمې د غفورخېلو ښوونځي يو زده کوونکی نورالله وايي چې د دوى ښوونځى ودانۍ نه لري.
هغه وايي: ((ډېرى وخت د باد او باران په ورځ مکتب رخصت وي او شاګردان ډېر د امنيت احساس هم نه کوي.))
بل لور ته په پکتيا کې لوړو ټولګيو ته د نجونو د نه تلو يا پرېښودو يو عمده لامل هم د ودانيو او ښځينه ښوونکو نه شتون ګڼل کېږي.
د سيد کرم ولسوالۍ د مش سيمې اوسېدونکی ذبيح الله وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره د سرپناه او مناسب ځای د نشتوالي له کبله ډېری کورنۍ خپلې لوڼې له څلورم يا پنځم ټولګي وروسته له ښوونځي وباسي.
نوموړي وويل: ((له تعمير پرته درس ويل ډېر مشکل وي، باد او باران وي، ځيني وخت سختې دوړې وي، نو بيا څنګه کېدی شي چې څوک دې درس ته فکر واړوي. همدارنګه جينکيانې چې لويې شي، بايد يو مصوون ځای کې درس ووايي او معلمانې يا سپين ږيري سړي درس ورکړي.))
د زرمت د پوهنې مدير عبدالرشيد عثماني هم د نجونو د زده کړو په لاره کې نا امني او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالی عمده ستونزې يادوي او وايي: ((څوک خپل اولادونه يا خپلې لوڼې او خويندې د نا امنۍ يا دا چې د درس لپاره سم ځای نه وي، نه لېږي او په ډېرو سيمو کې يې بيا تر محدود وخته اجازه ورکوي.))
د پوهنې رياست د معلوماتو پر اساس، اوسمهال په دغه ولايت کې د شاوخوا دري شپېته زره نجونو په ګډون، څه باندې دوه سوه زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې د نږدې پنځه زره ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










