منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تر راتلونکو دوو ورځو د کانکور ازموينه پيلېږي

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ۷ وری ۹۷): د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د کانکور سراسري ازموينه چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې به پيل شي، تر دوه سوه زره ډېرو داوطلبانو نومونه ليکلي چې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې به له ۶۲زره ډېر کسان جذب شي.

د لوړو زده کړو وزير خواجه نجيب الله عمري چې نن يې د کانکور ازموينې پروسې د پرانيستې په موخه په خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل چې په ياده پروسه کې له ټول هېواده له دوه سوه زره ډېرو کسانو نومونه ليکلي چې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې به ٦٢٦٦٢ او ٥٣٧٧٠ کسان به د مرکز او ولايتونو په مسلکي انسټيټيوټونو او دارالمعلمینونو کې جذب شي.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال ټول ١١٦٤٣٢ کسان جذبېږي او د لوړو زده کړو وزارت، د کانکور په ازموينه کې لوړو زده کړو ته د نجونو د لاسرسي د پراخېدو په موخه داوطلبو نجونو ته ۶۸۵۰ څانګې بېلې کړی شوې دي.

هغه په دې پروسه کې د روڼتيا په اړه وويل چې د کانکور په ازموينه کې د روڼتيا او عدالت رامنځته کول مهمه موضوع ده چې د دغه کار لپاره د بايومتريک سيستم له خوا په دوو پړاوونو کې د ټولو داوطلبانو هويت او معلومات کتل کېږي او دغه راز سږ کال د دې ازموينې لپاره د پوهنې وزارت د پوهنې نصاب لپاره د هېواد پر دوو ملي ژبو ۱۲۰زره پوښتنې جوړې شوې دي.

د لوړو زده کړو وزير ټينګار وکړ چې د سږ کال کانکور ازموينه له ولايتونو، سيمه ييزو ادارو او امنيتي بنسټونو سره په ښې همغږۍ سره اخيستل کېږي، وزارت به د کانکور له ملي پروسې په ټول قاطعيت سره څارنه کوي او په هېڅ حوزه کې به د ډېر واړه غير مسوول چلند اجازه ور نه کړي.

نوموړي زياته کړه، دغه پروسه چې عمومي کانکور، اختصاصي کانکور، شپې او متفرقه کانکور ازموينې په کې شاملې دي، د وري له ۹مې پيل او د چنګاښ تر مياشتې به دوام وکړي او په ۳۸حوزو کې د يوه دقيق مهالوېش له مخې به ترسره شي.

د لوړو زده کړو وزير زياته کړه چې سږ کال د کانکور ازموينه له ولايتونو پيلېږي او په مرکز کې ختمېږي.

د لوړو زده کړو وزير د معلوماتو له مخې، نن او سبا په غور، نيمروز، لوګر، بادغيس او پنجشېر ولايتونو کې د بايومتريک پروسه ترسره کېږي او په دغو ولايتونو کې ازموينه د روانې اوونۍ پنجشنبې او جمعې په ورځو اخيستل کېږي، دغه راز په ميدان وردګو، کاپيسا، خوست، پکتيکا او نورستان ولايتونو کې د بايومتريک پروسه د وري په ۱۵مه او ۱۶مه پيلېږي.

نوموړي وويل چې د ازموينې د لومړي پړاو له ختمېدو وروسته، داوطلبانو ته د نورو ولايتونو د کانکور ازموينې اخيستلو مهالوېش اعلانېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه