منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې ښځو هم د سولې غوښتو لپاره پرلت وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۷ وری ۹۷): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو شمېر ښځو هم د سولې غوښتلو په موخه خېمه ودروله او پرلت یې پیل کړ.

څلور ورځې وړاندې په لښکرګاه کې د غازي محمد ايوب خان لوبغالي ته څېرمه ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د همدې ورځې په سبا يو شمېر ځوانانو په همدې سيمه کې د سولې راتګ په موخه خېمه ودروله چې په تعقيب یې نن ښځو هم دغه کار وکړ.

د دې ښځو له ډلې حسنا احساس د وري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې د روانې جګړې له امله ډېرې ميندې بورې شوې، ډېرې ښځې کونډې شوې او د ډېرو نورو کورونه وران شوي دي.

هغې زياته کړه: ((د دې خېمې له درولو زموږ هدف د سولې غوښتنه ده، موږ اول له حکومت او بيا له طالبانو سوله غواړو  او دې حرکت ته مو د ولسي حرکت نوم ورکړى دى.))

دغه راز يوې بلې مېرمنې سيد بي بي پژواک ته وويل چې د روانو جګړو له امله دوه زامن يې وژل شوي او ١٤ بې سرپرسته ماشومان ورته پاتې دي.

هغې وويل: ((طالبانو ته د خدای لحاظ نیسم، څو له جګړې، چاودنو او مخالفت څخه لاس واخلي او نورې میندې او خویندې زما په څېر  ونه ژړوي.))

همدارنګه يوې بلې مېرمنې بي بي حضرتې پژواک ته وويل چې د روانې جګړې له امله په تېرو ١٥ کلونو کې يې د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

دې وويل: ((موږ نور په ارامه نه کېنو، له حکومت او طالبانو غواړو چې د سولې لپاره جدي هلې ځلې شروع کړي، سوله وکړي او د وروڼو غونډې يو د بل په څنګ کې ژوند وکړي.))

بل لور ته د نارينه وو په خېمه کې د اقبال خيبر په نوم يوه کس پژواک ته وويل چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ به يو شمېر کسان د طالبانو له مشرانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه موسى کلا ولسوالۍ ته سفر وکړي.

هغه زياته کړه: ((دا کسان به تر هغه په موسى کلا کې پاتې شي، څو یې د سولې په برخه کې طالبانو غوښتنې نه وي منلي.))

دا مهال د موسى کلا کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

د خيبر په وينا، دوى په خپله خېمه کې سياسي مشران، د ګوندونو استازي او د ملي شورا او ولايتي شورا غړي نه دي پرېيښي.

هغه وايي: ((موږ هېڅوک نه پرېږدو چې له دې خېمې سياسي ګټه پورته کړي، دا د عامو خلکو يو خود جوشه حرکت دى.))

بل لور ته وسله والو طالبانو د يادو حرکتونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپږ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د پاتې نورو يې بيا يواځې د ولسواليو ودانۍ له حکومتي ځواکونو سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې