کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٧): د مرکزي بانک د پخواني مشر عبدالقدير فطرت په لاس ليکل شوى کتاب (The Tragedy Of Kabul Bank) يا د کابلبانک تراژيدي چې د بانک د سقوط عوامل يې ډاګيز کړي، چاپ شو.
دغه کتاب په انګليسي ژبه ليکل شوى دى.
د مرکزي بانک پخواني مشر عبدالقدير فطرت چې د کابلبانک د بحران له تورنو څخه دى او اوسمهال په امريکا کې ژوند کوي، ويلي چې کتاب د افغانستان د لنډمهالې ادارې (حامد کرزي حکومت) پر مهال له مجرمينو او مافيايي ډلو سره د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د پټو معاملو او جوړ جاړيو د داستانونو ټولګه ده چې د کابلبانک له ماتېدو سره څرګند شول.
نوموړي د خپل کتاب په اړه ليکل شوي متن کې چې د افغانستان د خلکو په نوم يې ليکلى او کاپي يې پژواک ترلاسه کړې، زياته کړې: ((پر دې سربېره په غمنامه کابل بانک کتاب کې نورې دردوونکې کيسې هم انځور شوې چې له مطالعې يې د دردمنو او با احساسه هېوادوالو زړونه غمګين او تر اغېز لاندې راځي.))
فطرت زياته کړې چې په ورته وخت کې دغه کتاب د داسې نا اورېدلو او نا ويل شوو خبرو ټولګه ده چې تر اوسه يې هم رسنۍ د بيانولو څخه په لوى لاس ډډه کړې او يا يې د لنډمهال حکومت د ترس او سانسور له وېرې خپرېدو ته زړه نه دى ښه کړى.
کابلبانک په ٢٠١٠ کال کې د غير قانوني پورونو د ورکړې او خپلو ونډه والو د شخصي ګټو اخيستو په سبب دېوالي شو، که څه هم د حامد کرزي په مشرۍ پخواني حکومت هڅه وکړه چې دغه پيسې بېرته ترلاسه کړي، خو کومه ځانګړې پايله يې نه درلوده.
د ملي يووالي حکومت له تشکيل وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لومړۍ کاري اوونۍ پرمهال (درې کاله وړاندې) امر وکړ چې دا قضيه دې وڅېړل شي او د کابلبانک بحران کې ښکېل کسان دې عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
هغه مهال محکمې د کابلبانک يو شمېر ونډه وال لکه شېرخان فرنود او خليل فيروزي چې د بانک پخواني مشران وو، په لس کاله بند او د اختلاس شوو پيسو په ورکړه او درنو جريمو محکوم کړل، د دې تر څنګ يې امر وکړ چې د يو شمېر نورو لکه محمود کرزي او حصين فهيم شتمنۍ دې هم بلاک (کنګل) شي.
د کابلبانک قضيې يو شمېر تورن لکه د افغانستان د مرکزي بانک پخوانى مشر عبدالقدير فطرت په هېواد کې نه دي او لويې څارنوالۍ يې د نيولو امر صادر کړى او له نړيوالو پوليسو (انټرپول) يې غوښتنه کړې چې د دغو تورنو په را ستنولو کې دې همکاري وکړي، خو تر اوسه پورې په دې اړه کوم کار نه دى شوى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










