جلال اباد (پژواک، ٩ ورى ۹٧): د ننګرهار پوهنتون مسوولين وايي چې د ښو امکاناتو او مناسب چاپېريال له امله په پوهنتون کې د ښځينه محصلينو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوى دى.
دوی وايي، پخوا له پوهنتونه د خلکو ډار موجود و چې له امله يې خپلو خويندو او لوڼو ته د ورتګ اجازه نه ورکوله؛ خو په پوهنتون کې تر فکري رغونې او کورنيو ته له ډاډ ورکولو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د ښځينه محصلينو شمېر ډېر شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په ننګرهار پوهنتون کې دوه کاله وړاندې د ښځينه محصلینو شمېر شاوخوا اته سوه وو؛ خو اوس دغه شمېر له دوو زرو هم پورته شوی دی.
دنيا سنګر نيازۍ د لغمان ولايت ده، کورنۍ يې کابل کې اوسېږي؛ خو ننګرهار پوهنتون کې د زده کړو په خاطر همدغلته ليليه شوې ده.
نوموړې پژواک ته وويل، پخوا يې له کورنۍ سره ځکه ډار موجود و چې ننګرهار پوهنتون د وسله والو ډلو د تبليغ د يو مرکز په توګه مشهور شوی و خو اوس د پوهنتون بڼه بدله شوې او هېڅ داسې ستونزه موجود نه ده.
هغې وويل، د ځانګړي درسي چاپېريال، د پوهنتون خوندې امنيت، ليليه او د ترانسپورټ ټول امکانات برابر شوي دي.
ګيتا د دغه پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د دويم سمستر محصله ده، هغه وايي، کله چې په پوهنتون کې د بدلونونو خبره شوه، نو خپلې کورنۍ ته يې قناعت ورکړ او دلته يې خپلې لوړې زده کړې پيل کړې.
هغې له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، درسي ماحول يې ځانګړی دی، ټولګي کې ورسره هلکان نشته، ټولې نجونې دي او استادان يې هم تر ډېره د لوړ عمر لرونکي او ديني عالمان دي.
د ياد پوهنتون يوه بله محصله مرضيه وايي، کور يې جلال اباد ښار کې دی، له دواړو خواوو د پوهنتون په خوندي او ځانګړو ملي بسونو کې تګ راتګ کوي او دننه پوهنتون کې هم څه ستونزې نه لري.
د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکى محمد نذير چې لور يې په پوهنتون کې زده کړې کوي، وايي چې په دې وروستيو کې د پوهنتون چاپېر د پخوا په نسبت ډېر ښه شوى دى.
هغه زياتوي چې اوس خلک په ډاډه زړه خپلې لوڼې خويندې د لوړو زده کړو لپاره ياد پوهنتون ته لېږي.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال ببرک مياخېل هم وايي چې د ښځينه محصلينو ته د ځانګړو اسانتياوو رامنځته کېدو له امله پوهنتون کې د ښځينه محصلينو شمېر ډېر شوی دی.
مياخېل له پژواک اژانس سره د مرکې پر مهال زياته کړه چې دوه کاله پخوا پوهنتون کې د ښځينه محصلينو شمېر د اتو سوو په شاوخوا کې و خو اوس يې شمېر تر دوو زرو لوړ شوی دی.
نوموړی وايي، نجونو ته د ځانګړي درسي چاپېريال، د تګ راتګ اسانتياوې، ليليه او د نورو امکاناتو برابرولو تر څنګ ذهني ارامتيا هم په پوهنتون کې د ښځينه محصلينو د شمېر په ډېروالي کې مهم رول لرلی دی.
هغه وايي، پوهنتون څلور کاله وړاندې د وسله والو د يو روزنځای نوم خپل کړی و؛ خو د محصلينو په ذهني بيارغونی توانېدلی، چې د جګړو او فتواوو پوهنتون د سولې پر پوهنتون بدل کړي چې ښه بېلګه يې د ښځينه محصلينو د شمېر ډېروالی دی.
د يادولو ده، ننګرهار پوهنتون اوسمهال د دوو زرو نجونو په ګډون ۱۵۰۰۰ محصلين لري چې د ليسانس، ماسټرۍ او PHD په کچه ورته د نږدې ۵۰۰ استادانو له لوري زده کړې ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










