کندهار (پژواک، ۱۱ وری ۹۷): کندهار پوهنتون د یو شمېر نورو ستونزو تر څنګ د بنسټیزو ودانیو او استادانو د تشکیل له کمښت سره مخ دی چې دغه حالت تحصیلي بهیر اغېزمن کړی دی.
د کندهار پوهنتون اړوند دا او نورې ستونزې د وري په ١١مه هغې غونډه کې یادې شوې چې په دغه پوهنتون کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر پوهنمل ډاکټر نجیب الله خواجه عمري، د کندهار والي زلمي ویسا، د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل او څو نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د کندهار رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل وویل، کندهار پوهنتون د بنسټيزو تاسیساتو له کمښت سره مخ دی او د شپږو پوهنځیو لپاره ودانۍ نه لري.
هغه دغه راز زیاته کړه، کندهار پوهنتون د استادانو د تشکیل له کمښت سره هم مخ دی، ځکه د دغه پوهنتون ۸۹ استادان بهر ته د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره تللي او ۱۲ نور د تلو په حال کې دي.
د ده په خبره، دغې ستونزې تحصیلي بهیر اغېزمن کړی او له همدې امله یې تدریسي بهیر درې وخته کړی دی.
دغه راز توتاخېل یادونه وکړه چې دغه پوهنتون عادي او پرمختیايي بودیجه نه لري چې په ډېرو برخو کې یې هغوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه له وزیره د دغو ستونزو حل وغوښت.
د کندهار والي هم د دې او ځینو نورو ستونزو یادونه وکړه چې اړوند وزارت یې باید د هواري لپاره کار وکړي.
زلمي ویسا وویل، ستونزه د بودیجې ده چې د مالیې وزارت باید پاملرنه ورته وکړي.
د لوړو زده کړو وزیر پوهنمل ډاکټر نجیب الله خواجه عمري وویل، دغه ولایت ته یې د سفر موخه د کندهار پوهنتون حالت ارزول او د ستونزو حل دی.
هغه زیاته کړه، اړوند وزارت نه یواځې د پوهنتون لپاره د ودانیو د جوړولو په برخه کې مسوولیت لري، بلکې د محصلینو لپاره د ښې زده کړې او د هغوی د وړتیاوو د لوړولو لپاره هم کار کوي.
login or register a new account.