منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د هنري اثارو نندارتون پرانیستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک ١١ ورى ٩٧): په افغانستان کې د «کابل؛ د بابرشاه په واکمنۍ کې د مغولو د پاچاهۍ زانګو» تر عنوان لاندې د هنري اثارو نندارتون پرانیستل شو.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، دغه نندارتون د افغانستان لپاره د امریکا د مطالعاتو انستیتوت او کابل ښاروالۍ له لوري په بابر بڼ کې ترتیب شوی و.

سرچينه زياتوي، د دې نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د امریکا د مطالعاتو له مرکز، کابل ښاروالۍ، د امریکا او فرانسې له سفارتونو او پروفیسور مایکل بیري څخه مننه وکړه، چې د دې با ارزښته هنري اثارو نندارتون ته یې زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل، چې دغه هنري اثار د کابل د سوله ییز ژوند او د متمدنې حوزې روښانه تاریخ بیانوي، چې نوي نسل ته پر ځان د بسیاینې، اعتماد او هیله مندۍ زده کړې ورکوي.

ده زياته کړه، دغه هنري اثار د کابل د زرین ژوند کیسې تازه کوي چې یو مهال د تمدني حوزې با ثباته او پرجماله ښار او د تمدنونو او همکاریو د عطف ټکی و.

د هغه په وينا، اوس هم په افغانستان کې نړیواله همکاري شته، سره له دې چې ستونزې او ناخوالې موجودې دي؛ خو ورسره د راتلونکي لپاره هیله مندي هم ډېره ده.

نوموړي د مایکل بیري له لوري د پخوانیو تاریخي اثارو څېړل او په فلزي تختو کې یې له سره رغول یو اساسي کار وباله او ویې ویل، چې بیري د افغانستان او افغانانو لپاره خورا ارزښتمنې ډالۍ برابرې کړي دي. د هغه دا کار نه هېرېدونکی دی.

اجرائيه رئیس وويل، نننی نندارتون له افغانانو سره مرسته کوي چې د راتلونکي لپاره د ښه ژوند او سوکالۍ ښه پر ځان حاکم و اوسي او د تېرې با ارزښته زمانې اهمیت درک کړي.

هغه دغه راز وویل، اطلاعاتو و فرهنګ وزارت ته یې دنده سپارلې چې په غزني کې د البیروني زیارت ورغوي او د هغه یاد تازه کولو لپاره علمي ناستې وکړي.

په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي هم وینا وکړه او ویې ویل، چې یو مهال افغانستان د فرهنګي حوزې مرکز و، چې د دې فرهنګي او تاریخي اثارو حفاظت او هویت ساتل یې اساسي دنده ده.

هغه وویل، دمګړۍ د کابل د فزیکي رغولو ترڅنګ دوی هڅه کوي چې کابل له معنوي اړخه هم ورغوي؛ تاریخي او هنري اثار یې ورغوي او هم په راتلونکی کې د دې ډول فرهنګي اثارو نندارتونونه جوړ کړي.

حبیب زي زیاته کړه، چې دمګړۍ د چهلستون قصر چارې پای ته رسېدلي، د عیدګاه، پل خشتي جوماتونو او د دارالامان ماڼۍ چارې دوام لري.

نوموړي وویل، چې دوی د کابل د فرهنګی اثارو مطالعه بشپړه کړې او په دې برخه کې به نور هم اقدامات وکړي.

په یاده ناسته کې امریکايي څېړونکي مایکل بیري، په کابل کې د امریکا او فرانسې سفارتونو استازو او د افغانستان لپاره د امریکا د مطالعاتو د مرکز مشر هم ویناوې وکړې او د تاریخي کابل او هم د یادو تاریخي ـ هنري اثارو په اړه یې خبرې وکړې.

هغوی د هنري اثارو او نندارتونو د جوړولو ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور