ترینکوټ (پژواک، ١١ وری ۹۷): په اروزګان ولايت کې د امن خونې د نشتوالي له امله يو شمېر هغه ښځې او نجونې چې د بېلا بېلو ستونزو له امله له کوره تېښته کوي، د زندان ترڅنګ د قومي مشرانو او يا هم د ښځينه پوليسو په کورونو کې ساتل کېږي.
له دې ښځو هم يوه د چورې ولسوالۍ اوسېدونکې ۱۷ کلنه مېرمن بله نسته ده چې اوسمهال په ترينکوټ ښار کې شپې سبا کوي.
هغې پژواک اژانس ته وويل چې کوژدن يې څلور کاله مخکې چې په پوليسو کې يې دنده ترسره کوله، ووژل شو او دا بې برخلیکه شوه.
د نوموړې په وينا، په همدې موده کې څو ځلې ترې غوښتل شوي چې له خپل لېوره سره واده وکړي، خو دې انکار کړی او اړه شوه چې ترينکوټ ښار ته وتښتي.
بله نسته وايي: ((ورور مې راته ګواښ وکړ چې که له لېوره سره واده ونه کړې، وبه وژل شې، زه هم له ناچارې ترينکوټ ته د عدالت غوښتو په موخه راغلم.))
دغه مېرمن وايي، له تېرې اوونۍ راهيسې په مرکز ترينکوټ کې اوسېږي، څلور شپې يې د يوې پوليسې په کور، يوه شپه په زندان او دوه شپې د يوه قومي مشر په کور کې تېرې کړې، خو اوس د شپې د تېرولو لپاره ځاى نه لري.
بله نستې وویل، اوس هم وېريږي، خپلوان يې په مرکز ترینکوټ کې پيدا نه کړي او وې نه وژني.
هغې وويل چې عدلي او قضایې ارګانونو ته عارضه شوې او د عدالت غوښتنه یې کړې ده خو زياتوي، چې تر اوسه اړوندو ادارو کوم اقدام نه دى کړى.
بله نستې زياته کړه چې له دې وروسته هېڅوک ورته د شپې تېرولو لپاره ځاى نه ورکوي او که نه هم تر اوسه اړوندو ادارو ورسره کومه مرسته کړې ده.
د هغې په وينا، څو ځلې د شپې تېرولو لپاره د خلکو کورونو ته تللې، خو هېڅوک د شپې تېرولو لپاره ځاى نه ورکوي.
مېرمن بله نسته وايي، د نورو خلکو په کورونو، زندان او نا اشنا ځايونو کې د شپې تېرولو پر مهال وېره لري چې له کوم زيان سره مخ نه شي او يا يې هم د کورنۍ غړي پيدا نه کړي.
د چورې ولسوالۍ دې اوسېدونکې وويل چې که څه هم په مرکز ترینکوټ کې خپلوان لري خو زياتوي چې هغوی ته ځکه نه ورځي چې بيا يې خپلې کورنۍ ته په لاس ورکوي.
په اروزګان ولايت کې د بشري حقونو د ولايتي دفتر استازی عبدالاحد بهايي هم وايي چې د بله نستې له موضوع خبر دى او نوموړې د شپې تېرولو لپاره ځای نه لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې نوموړې څو شپې په زندان او د يوې ښځينه پوليسې په کور کې تېرې کړې دي.
بهايي وايي، بله نستې دوه شپې د هغه په کور کې هم تېرې کړې دي؛ ځکه چې په دغه ولايت کې د امن خونه نشته او هغه مېرمنې چې له کورنۍ تېښته کوي، ډېرى مهال د ښځينه پوليسو، قومي مشرانو او يا نورو خلکو په کورونو کې اوسېږي.
د نوموړي په وينا، دا ستونزه يې څو ځلې له ولايتي چارواکو سره شريکه کړې ده، خو تر اوسه ورته د حل لاره نه ده موندل شوې.
د چورې ولسوالۍ يوه قاضي عبدالرازق پژواک اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې د بله نستې په نوم يوه ښځه ورته عارضه شوې وه.
د هغه په وينا، د مقابل لوري د جلب لپاره يې امنيتي مسوولينو ته لارښوونه کړې، خو هغوى تر اوسه تورن کسان نه دي حاضر کړي.
قاضي وايي، بله نستې د شپې تېرولو لپاره ځای نه درلود او هغه يې د يوې شپې لپاره زندان ته لېږلې وه، څو هلته و اوسېږي.
هغه وويل چې د بله نستې قضيه تر څېړنې لاندې ده، خو وېره لري چې نوموړې ته زيان ونه رسېږي.
د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان ميرويس وايي، د بله نستې د مقابل لوري د جلب مکتوب تر دې مهاله نه دى ورته رسېدلى او که ترلاسه يې کړي، نو اقدام به وکړي.
د اروزګان د ښځو چارو رييسه نجيبه مهرزاد هم د ښځو لپاره د امن خونې نشتوالى لويه ستونزه بولي او زياتوي، هغه ښځې چې د کورني تاوتريخوالي له امله له کوره تېښته کوي، نو بيا د اوسېدو ځاى نه لري.
مهرزاد وايي، د همدې ستونزې د له منځه وړو لپاره يې له ټولو مسوولينو سره ناستې کړې او هم يې خپل وزارت ته غوښتنې لېږلې خو تر اوسه اقدامات نه دي شوي.
دې زياته کړه: ((له کورونو څخه تېښته کوونکې ښځې او نجونې چې بيا په نورو کورونو کې ساتل کېږي، له هغې نورې ستونزې پيدا کېږي او يا يې کورنۍ ته په لاس ورکوي، چې د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.))
د نوموړې په وينا، پنځه مياشتې مخکې په مرکز ترينکوټ کې د شاه ګلې په نوم يوه ښځه چې له تېښتې وروسته په يوه کور کې اوسېده، خپلې کورنۍ ته په لاس ورکړل شوې او هغوى بيا حلاله کړې وه.
د اروزګان والي هم مني چې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره د امن کور نشته او هغه ښځې چې له کورونو تېښته کوي په بېلابېلو کورونو کې ساتل کېږي.
والي اسدالله سعيد پژواک ته وويل چې د همدې ستونزې د حل لپاره به له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي او د امن د کور د شتون د مثبت او منفي اړخونو په نظر کې نيولو به داسې يوه لاره وټاکي ترڅو ستونزې هوارې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










