کندهار ښار- جلال اباد (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): د ازادو رسنیو د ملاټړ اداره (نی) وايي چې د هېواد په پنځو ولايتونو کې هېڅ ښځينه خبرياله نشته چې له امله يې ښځينه طبقه د خپلو ستونزو په شريکولو کې له ستونزو سره مخ دي.
دغه څرګندونې په سوېل لوېدیځ زون کي د ازادو رسنیو د ملاټړ ادارې (نی) مسوول عبدالسمیع غیرتمل د وري په ١٢مه په کندهار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه چې د يادو پنځو ولایتونو له ډلې د سوېل لوېدیځي حوزې اروزګان او زابل ولایتونه هم شامل دي چي په کې ښځینه خبریالانې نشته.
دی وايي، دا چي نی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه د تېرو دوو (۱۳۹۵ــ۱۳۹۶) کلونو پرتلېزه نظرپوښتنه کړې؛ نو ورته معلومه شوې چي د هېواد په اوو ولایتونو کي د ښځينه خبریالانو په کار کې کمښت راغلی، د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کي ښځینه کارمندانې ډېرې وي ، خو په ۱۱ نورو ولایتونو کي يې بیا هېڅ توپير نه دی کړى.
سرچينې ويلي، په داسې حال کې چې د هېواد نیم نفوس مو ښځینه تشکیلوي خو د ستونزو د سپړلو لپاره یې په ډېرو لږو ولایتونو کي خبریالانې کار کوي.
د هغه په وينا، د امنیت خرابوالی، د رسنیو کمزوری اقتصاد او په ادارو کې د کاري چاپېریال نه موجودیت هغه لاملونه دي چي د ښځینه خبریالانو کچه يې کښته کړې ده.
بلخوا په هېواد کي د ازادو رسنیو د ملاټر اداره (نی) وايي، د ملي یووالي حکومت د وروستیو دريو کلونو په ترڅ کي ۵۰ خبریالان د لوړ امتیاز ورکولو په موخه د ویاندویانو، کارمندانو، او مشاورینو په حیث پر دندو ګومارلي چې د هېواد د نافذه قوانینو خلاف عمل يې ګڼي.
د نی موندنې ښیي چي په هرات کي ۲۱، په مرکز کابل کي ۱۹، کندهار او بلخ ولایتونو کې مسلکي خبریالانو خپلې دندې پرېیښې او په ملکي او نظامي برخو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
بلخوا په ننګرهار کې له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنې يا نی ادارې استازى وايي چې د تېر په پرتله د دغه ولايت په رسنيو کې د ښځينه ژورنالېستانو ونډه ډېره شوې؛ خو تېر کال دغه ولايت کې خبريالانو لپاره خونړی کال و.
په ننګرهار کې د نی ادارې مشر محمد نعمان دوست د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې ۴ خبريالان وژل شوي، درې ټپيان دي او دوه پېښې يې د لنډمهال بندي کېدو ثبت شوې دي.
هغه که څه هم دغه کال په ننګرهار کې د خبريالانو پر وړاندې يو خونړی او له تاوتریخوالي ډک کال يادوي، خو وايي، د تېر په پر تله په کې په رسنيو کې د ښځينه ژورنالېستانو ونډه ډېره شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د خبريالانو پر وړاندې يوه لويه ستونزه د وسله والو له لوري ګواښونه هم وو چې د انعکاس په نوم د يو خصوصي ټلوېزيون مسوول ته ګواښ تر ټولو ستر او خطرناک و.
په ننګرهار کې د نی دغه مسوول له وسله والو ډلو او په جنګ کې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوي چې د خبريالانو د ژوند خونديتابه ته دې پوره پاملرنه وکړي او دغه راز يې پر خبريالانو هم غږ وکړ چې د راپور ورکونې پر مهال خپل بې پرېتوب حفظ کړي.
د نعمان دوست په وينا، په ټول هېواد کې د خبريالانو د خونديتوب په اړه د ولسمشر حکم لا هم ن دی پلی شوی او ګواښونه لا هم ډېرېږي.
دی وايي، که دغې برخې ته جدي پاملرنه ونه شي؛ نو ښايي د رسنيو د خپلواکۍ اصل له ډېر خطر سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ټول افغانستان کې ۱۹ ژورنالېستان وژل شوي او د دې دوه چنده ټپيان شوي چې د ډېرو پېښو مسووليت يې د داعش وسله والو پر غاړه اخيستی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










