منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۰ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار پوهنتون محصلينو د خپلو علمي څېړنو نندارتون جوړ کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۴ وری ۹۷): د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلينو د خپلو ترسره کړو علمي څېړنو نندارتون جوړ کړ، چې د دوی د څېړنو سربېره په کې يو شمېر کرنيزو او د خوراکي توکو توليدي شرکتونو هم خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغه نندارتون د وري په ۱۴مه د ياد پوهنتون په انګړ کې جوړ شو چې ګڼ شمېر محصلينو په کې برخه اخېستې وه.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل وويل، له ياد نندارتون څخه يې موخه خلکو ته دا پيغام رسول دي چې ننګرهار پوهنتون اوس د شعارونو او مظاهرو ځای نه؛بلکې د علمي څېړنو او زده کړو ځای دی.

هغه زياته کړه، نندارتون کې د لوړو ټولګيو محصلينو خپلې څېړنې نندارې ته وړاندې کړي او بله موخه يې دا ده چې د ټيټو ټولګيو محصلين هم دغې برخې ته پاملرنه وکړي.

مياخېل وايي، د محصلينو د علمي تجربو د لا پراختيا لپاره يې له يو شمېر اسيايي، اروپايي او امريکايي پوهنتونونو سره تړونونه کړي او په دغو برخو کې به هغوی ورسره تخنيکي مرستې کوي.

د ياد پوهنتون د کرنې پوهنځي د رييس سيداجان عتيق عبدياني د معلوماتو له مخې، په ننني نندارتون کې د وترنرۍ پوهنځي ۱۲۰ محصلينو او د کرنې پوهنځي ۱۵ محصلينو خپلې کړې تجربې او علمي څېړنې نندارې ته وړاندې کړې او يو شمېر کرنيزو او توليدي شرکتونو هم خپل توليدات نندارې ته ايښي دي.

هغه زياته کړه، که څه هم اوس د دغو څېړنو شمېر کم دی؛ خو په راتلونکې کې به نور محصلين هم وهڅول شي چې ورته علمي څېړنې ترسره او پايلې يې له خلکو سره شريکې کړي.

د وترنرۍ پوهنځي د وروستي کال محصل غوث الدين پژواک ته وويل، غواګانو کې يې د يو ډول ناروغۍ په اړه چې واړه چينجي نوميږي، څېړنه کړې، ياده څېړنه يې سرخرود، بهسودو او کامې ولسواليو کې ترسره کړې، چې له نيمايي ډېر يې مثبت واقعات پيدا کړي دي.

دغه راز د کرنې پوهنځي د وروستي کال محصل محمد قاسم چې د سرو املوکوپه برخه کې يې عملي څېړنه کړې وايي، ياده څېړنه يې د املوکو په ۱۱ ډولو کړې او دې پايلې ته رسېدلی، چې ننګرهار کې د (روجه بېلنټي) په نوم د املوکو ورايټي ښه حاصل ورکوي.

هغه پر باغدارانو غږ وکړ، که د املوکو باغ جوړول غواړي؛ نو همدغه ورايټي دې وکري؛ ځکه خوند يې ښه، حاصل يې زيات او وزن يې ډېر دی، چې ټول د کروندګرو په ګټه دي.

د يادولو ده چې اوسمهال ننګرهار پوهنتون کې د ۲۰۰۰ نجونو په ګډون ۱۵۰۰۰ محصلين پر زده کړو بوخت دي چې په ۷۵ برخو کې ورته د نږدې ۵۰۰ استادانو له لوري زده کړې ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه