کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٧) : په امريکا کې د افغانستان سفير وايي چې پر کرنه له پانګونې سره د هېواد د اقتصاد پياوړي کېدو تر څنګ خلکو ته د دندو په پيدا کېدو کې هم مرسته کوي.
ډاکټر محب وايي، د کرنې په برخه کې پانګونه د افغانستان پر هغه ظرفيت پانګونه ده چې کولای شي په ټوليز ډول د اقتصاد پر ودې سربېره، د دندو رامنځته کېدو لامل شي او د بېوزلۍ له کموالي سره هم مرسته وکړي.
په امريکا کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب دا څرګندونې پرون په واشنګټن کې د کرنې په اړه د نړيوال بانک د يوه تازه راپور د خپرولو په غونډه کې کړې دي.
د نړیوال بانک په دغه راپور کې چې "په افغانستان کې له کرنې څخه دندې" په نامه خپور شوی دی (Jobs from agriculture) ، کرنه په کې د افغانستان د پرمختګ او امنیت مهمه برخه ګڼل شوې ده.
په راپور کې پر څو مهمو مواردو لکه د کرنې په سکټور کې د مېرمنو د ونډې پر ډېرېدو، مارکېټونو ته د لرو پرتو سيمو د کروندګرو د محصولاتو پر لېږد، کروندګرو ته د وړو پورونو د زمينې پر برابرولو او په افغانستان کې د کرنې له سکټوره پر ملاتړ ټينګار شوی دی.
د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب د ياد راپور د هرکلي تر څنګ وويل، د هېواد په لرو پرتو سيمو کې شاوخوا اويا سلنه افغانان چې ډېری يې ځوانان او مېرمنې دي، پر کرنه بوخت دي.
هغه زياته کړه، د کرنې سکتور ته پاملرنه د افغان حکومت په لومړيتوبونو کې ده.
login or register a new account.