ګردېز (پژواک،١٥ورى٩٧): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د بزګر ورځې د نمانځنې په مناسبت د کرنيزو توکو نندارتون جوړ شو.
بزګرانو او هغو مېرمنو چې په کور دننه يې کرنيز فارمونه پاللي، خپل بېلابېل کرنيز توکي، لکه زعفران، حبوبات، مېوې، سبزي، ګلان او مختلف ځنګلي او يوناني بوټي، تخمونه او شات نندارې ته وړاندې کړل.
مسوولين وايي، له دې نندارتون څخه يې موخه سوداګرو ته د مختلفو کرنيزو توکو ښودل او بازار موندنه ده.
د پکتيا والي شميم کټوازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي ادارې تمرکز د کرنيز سیستم د عصري کولو له لارې د کرنيزو توليداتو زياتوالى او بيا دې توليداتو ته بازار موندنه ده.
ده زياته کړه، د جلغوزو او چهارمغزو د ځنګلونو د بيا احيا لپاره يې د کرنې د متخصصينو په مرسته طرحه چمتو کړې او د ولسمشر له خوا منظوره شوې ده، چې له مخې به يې د يادو مېوو پنځه ميليونه نيالګي کېښودل شي.
نوموړي له سوداګرو په دغه ولايت کې د پانګونې او فعاليت پيلولو غوښتنه وکړه او په وينا يې چې په دې ولايت کې به ورته ټول امکانات برابر کړي.
د ده په خبره، د ولسمشر غني له لارښوونې سره سم به له خصوصي سکتور سره په ګډه په ګردېز کې د جلغوزو پروسـس پيل کړي.
هغه زياته کړه: ((هڅه مو دا ده چې د پکتيا زراعت موډرن کړو، د زراعت له مسوولينو او تجارانو سره ګډې ناستې ولرو، چې توليداتو ته ښه بازار پيدا کړو؛ په سوداګرو مې غږ دی چې دلته پانګونه وکړئ، له بل هر ولايت زيات امکانات درته برابروو، ځمکه درکوو، امنيت مو خوندي کوو او برېښنا درکوو.))
دغه راز د پکتيا د کرنې رييس وليد احمد تسل وويل چې تېر کال يې په ازمايښتي ډول زعفران کرلي و، چې ښه نتيجه يې ورکړې او د زرمت ولسوالي زعفران د هېواد د غوره زعفرانو په ډله کې راغلي دي.
دى زياتوي، د پيستې ازمايښتي کر هم ښه پايله لرلې او هڅه يې دا ده چې د دې بوټو کر دوه برابره کړي.
نوموړي وويل چې د مېرمنو د اقتصادي حالت د ښه والي په برخه کې يې تېر کال درې زره مېرمنو ته د سبزي تخمونه او چرګان ورکړي او هغو مېرمنو ته سل شنې خونې هم جوړې شوې، چې د سبزي د فارمونو ښه پالنه يې کړې وه.
ده زياته کړه: ((د مڼو د توليد ستونزه هم ان شاءالله حليږي؛ ځکه په ګردېز کې به د هېواد په کچه دوه لويې او سټنډرډ سړې خونې جوړې شي او ورته د بازار موندنې لپاره مو درې اتحاديې هم جوړې کړې دي.))
خو د پکتيا ګروندګر بيا وايي چې لا هم لازم کارونه نه دي ورته شوي، اصلاح شوو تخمونو، سرې او د ځينو ناروغيو پر وړاندې د خپلو ونو او حاصلاتو د ساتنې لپاره لاسنیوي ته اړتيا لري.
دوی د اوبو مهارول، د ويالو او بندونو پخول او د کارېزونو پاکولو اړتياوې هم يادې کړې او ويې ويل چې توليدات يې لا هم کافي بازار نه لري.
د دوی له ډلې عزيزالله وايي: ((اصلاح شوي تخمونه، بوټي او عصري زراعت ته ضرورت دی، چې له کمې ځمکې زيات حاصل تر لاسه شي. د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې غوره طبي بوټي او ځنګلي ونې شته؛ دلته د هېواد تر ټولو ډېره وچه مېوه، چهارمغز او جلغوزي کېږي، د هېواد زياته برخه مڼې او انګور د دې ولايت دي، خو توجه بيا ورته کمه ده.))
د يادونې ده چې تېر کال په پکتيا کې شاوخوا شل زره ټنه مڼې، کابو لس ټنه انګور او د څه کم دوه ميليونه ډالرو په ارزښت جلغوزي توليد شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










