Language

په کندهار کې د میرویس نیکه زیارت دبیارغونې چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۷) : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا په کندهار ولایت کې د میرویس نیکه د زیارت د بیارغونې چارې پیل شوې.

د کندهار ولایت مقام لخوا د وري په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست بوهاند محمد رسول باوري نن په همدې موخه ولایت ته په سفر راغلی و.

سرچینې زیاته کړه،  داطلاعاتو او فرهنګ وزیر د کندهار والي زلمي ویسا او نورو ځایي چارواکو سره ولیدل او پر اړوندو چارو یې خبرې وکړې.

د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر پوهاند محمد رسول باوري څخه مننه وکړه، چي کندهار ته يې پاملرنه زياته کړې او د دې ولايت د تاريخي ميراثونو او ابدو د ساتني او ترميم لپاره يې هڅي زياتې کړې دي.

هغه دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره د احمد شاه بابا د کور د استملاک او د نوموړي د مقبرې د شاوخوا احاطې د پراخوالي په اړه هم خبرې وکړې.
والي ويسا وايي، چي ولسمشر محمد اشرف غني هم ليواله دی، چي د احمد شاه بابا د مقبرې شاخوا ساحه پراخه او دلته له ښاري پلان سره سم پرمختيايي چارې ترسره سي.
په خبرپاڼه کې راغلي، کندهار والي دا غوښتنه هم وکړه، چې د زرغوني انا د مقبرې او د نارنج ماڼۍ ساختماني چاري ژر پیل شي  او پاتې برخه یې ترمیم کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير پوهاند محمد رسول باوري وویل، چي وزارت يې د کندهار د تاريخي اماکينو د ښه ساتني لپاره بيلابيل پلانونه لري، چي دده په وينا په همدې موخه يې کندهار ته سفر وکړ.
هغه زیاته کړه، غواړي د يوه منظم پلان له مخې په کندهار کي د ميرويس نيکه د مقبرې د ترميم، د زوړ ښار د ساتنې او سروې د چارو پيل، د مينا د تاريخي برج ترميم او د ځينو نورو تاريخي ځاينو د ساتنې او ترميم لپاره پلانونه عملي کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير پوهاند محمد رسول باوري له ځایي چارواکو سره دمیرویس نیکه دزیارت په احاطه کې د بیارغونې د چارو دپیلولو پرانسته وکړه.

login or register a new account.

Related Topics