ژبه

تخار کې د انسان تښتوونکو يوه ډله ونيول شوه

توسط زلمى عزيز

اپریل 7, 2018 - 4:34 pm

Views: 142

تالقان(پژواک،١٨ورى٩٧):د ملي امنيت منسوبينو په تخار ولايت کې د انسان تښتوونکو يوه اته کسيزه ډله نيولې او يو ماشوم يې د دوى له منګلو ژغورلى دى.

د تخار د ملي امنيت رييس ګلستان صديق د وري په ١٨مه په مرکز تالقانو کې خبريالانو ته وويل چې د ملي امنيت د منسوبينو د عملياتو په ترڅ کې د تالقانو ښار له بيک اباد سيمې څخه د انسان تښتوونکو يوه اته کسيزه ډله نيول شوې ده.

هغه وايي چې دغې ډلې د چاه اب ولسوالۍ د قاضي زوى مدثر تښتولى و چې د ملي امنيت ځواکونو ترې راخلاص کړى دى.

د مدثر پلار محمد شريف پژواک ته وويل چې يوه مياشت وړاندې دغو کسانو يې يوولس کلن زوى مدثر تښتولى و.

هغه وايي چې د زوى د خلاصون په بدل کې ترې سل زره ډالره غوښتي و او ګواښ يې کړى و که چېرې پيسې ورنه کړي نو زوى به يې و وژني.

د تخار د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، نيول شوو انسان تښتوونکو په خپل جرم اعتراف کړى دى.

login or register a new account.