Language

جاني خېلو قوم: د بې وسه ځوانانو د لوړو زده کړو لګښت ورکوو

ګردېز(پژواک،١٨ورى٩٧): ښوونځي ته د ماشومانو د لېږلو په اړه د پکتيا د لجه منګل ولسوالۍ د مشرانو له قومي پرېکړې وروسته جاني خېلو، ځدراڼو او د ډنډ پټان ولسواليو اوسېدونکو هم ورته پرېکړې کړې دي.

د دې پرېکړو له مخې به هغه کورنۍ نغدي جريمه ورکوي چې خپل د ښوونځي د عمر ماشومان ښوونځي ته ونه لېږي او د دوام په صورت کې به کليوال خپلې اړيکې ورسره پرې کړي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي او د لجه منګل ولسوالۍ اوسېدونکی تاج محمد منګل وايي چې شوې پرېکړه په ښه ډول پلې کیږي او په ښوونځيو کې د تېرو کلونو پرتله څو برابره زيات زده کوونکي شامل شوي دي.

منګل پژواک ته وويل: ((هغه کورنۍ به ۵۰۰۰ افغانۍ جريمه شي چې ماشومان زده کړو ته ونه لېږي؛ په مجموع کې د ماشومانو شمېر په ښوونځيو کې زيات شوی دی، مثلا په تشنک عالي لېسه کې مخکې د اول صنف د زده کوونکو شمېر شاوخوا ۳۰ تنه و، خو اوس تقريبا ۹۰ تنه دی؛ همدارنګه په پتکه لېسه کې دلومړي ټولګي د زده کوونکو شمېر له ۲۰ څخه ۴۸ ته پورته شوى او د بوکر کې لېسې د شاګردانو شمېر هم زيات شوی دی.))

د جاني خېلو قومي مشران په دې برخه کې تر دې هم جدي دي او هغې کورنۍ ته يې ۲۰ زره افغانۍ جريمه ټاکلې چې د ښوونځي د عمر ماشومان ښوونځي ته نه لېږي او له هغه ځوان هم ۱۰ زره افغانۍ ناغه اخلي چې له دوولسم ټولګي فارغ وي، خو په کانکور ازموينه کې ګډون ونه کړي.

قومي مشران وايي، که ځوانان يې په کانکور کې بريالي شي او د لوړو زده کړو وس ونه لري، لګښت يې قوم پر غاړه اخلي.

ياده سرحدي ولسوالۍ د پکتيا له ډېرو ځپل شويو او محرومو سيمو څخه ده چې تېر کال دوه ځله د وسله والو مخالفينو لاسته وغورځېده، د پوهنې او نورو برخو ته يې زيات زیانونه واوښتل.

د محمدالله په نوم د جاني خېلو ولسوالۍ يو قومي مخور پژواک ته وويل: ((په موږ ډېرې سختۍ او بدبختۍ ورځې راغلې، خو اوس ټول پوهيږي چې له دې مشکلاتو د وتو يوازينۍ لاره تعليم ده؛ موږ له ډېرو مشکلاتو سره دا فيصله کړې او انشاالله عملي کيږي، خو له دولته غواړو چې موږ ته ډېر پام وکړي، له ټولو خلکو غواړو چې د بېسوادۍ د ختمولو لپاره يو غږ شي.))

دغه راز د ډنډ پټان سرحدي ولسوالۍ، مقبلو قوم د پرېکړې له مخې، د ښوونځيو د شوراګانو سربېره به د زده کړو لپاره د هر جومات په کچه هم شوراګانې جوړيږي او هغه ماشومان به ښوونځيو ته ولېږي چې ښوونځی ترې په نيمايي کې پاتې وي او يا نوي د ښوونځي عمر ته رسېدلي وي.

د مقبلو قومي مشر عبدالله خان وايي: ((دا قومي پرېکړه ده او عملي کيږي به، دا پر زموږ د اولادونو حق دی او د وطن د ابادۍ او پيشرفت لپاره تعليم ضرور دی.))

تر دې وروسته د ګردې څېړۍ، وزې ځدراڼ او شواک ولسواليو د ځدراڼ  قوم مشرانو هم په داسې حال کې ورته پرېکړه کړې، چې يادې ولسوالۍ هم د پوهنې په برخه کې د پکتيا تر ټولو وروسته پاتې سيمې دي.

په دې ولسواليو کې تېر کال لومړی ځل څو تنه له دوولسم ټولګي فارع شول او په درې واړه ولسواليو کې يوازې يوه لېسه شته، خو د قومي مشرانو هوډ يې کلک ښکاري او وايي هڅه کوي چې اولادونه يې بې تعليمه پاتې نه شي.

login or register a new account.