جلال اباد (پژواک، ۱۸ وری ۹۷): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه دغه ولايت کې د غنمو په اړه اساسي تحقيقات پيل شوي دي.
ددغه رياست د معلوماتو له مخې، ياد تحقيقات د افغانستان د زراعتي تحقيقاتو د انسټيټيوټ له لوري پيل شوي چې د هېواد د کرنې په سکتور کې بې بېلګې دي.
د ننګرهار د کرنې رييس رفيع الله رحيمزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې د دغه ولايت د شيشم باغ په تحقيقاتي فارم کې د غنمو د نسل زياتونې او ترويج اساسي تحقيقات پيل شوي دي.
دی وايي، پخوا له نورو هېوادونو څخه په راوړل کېدونکو تخمونو يوازې دومره تحقيقات کېدل چې دلته توافق کوي او کنه؛ خو اوس د افغانستان خپل تخمونه کرل شوي او پرې تحقيقات پيل شوي دي.
هغه هيله مند دی چې د يادو تحقيقاتو په پايله کې به د ښو او د ننګرهار له هوا سره مساعد د ډېرو حاصلاتو ورکوونکي تخمونه لاسته راوړي.
رحيمزى وايي، د دغې څېړنې بنسټيزه موخه د غنمو د حاصل ورکولو د مودې کموالی دی چې په يوه کال کې په مختلفو سيمو کې دوه ځله حاصل ورکړي.
د کرنې رييس وويل، تر دې وړاندې په افغانستان کې اساسي تحقيقات نه دي شوي؛ نو ځکه خو د غنمو له حاصلاتو کروندګر خوښ نه دي او څومره چې په غنمو لګښت کېږي، بېرته يې نه پوره کوي.
د نوموړي په وينا، دا تحقيقات په ټولو زونونو کې ترسره کيږي او تر ننګرهار وروسته د باميانو ولايت وار دی چې هلته به هم د مختلفو ډولونو په اړه تحقيقات ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










