ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ترکيې هېواد ته د افغان- ترک ښوونځيو مديريت سپارل د منلو نه دى “

“ترکيې هېواد ته د افغان- ترک ښوونځيو مديريت سپارل د منلو نه دى “

author avatar
8 Apr 2018 - 17:49
“ترکيې هېواد ته د افغان- ترک ښوونځيو مديريت سپارل د منلو نه دى “
author avatar
8 Apr 2018 - 17:49

کابل (پژواک،۱۹وری ۹۷): افغانستان ته د ترکيې لومړي وزير له سفر سره هم مهاله، د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو د کورنيو مشرانو کمېټه وايي چې هېڅ هېواد او ارګان ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد له پوهنې سره د مرستې په پلمه، د ملي او نړيوالو قوانينو خلاف د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د هغه هوکړه ليک له مخې چې د تېر کال د کب په اوومه د افغان او ترک چارواکو تر منځ لاسليک شوه، په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځيو مديريت، "له چاغ ايجوکېشنل" ښوونيزې موسسې څخه د ترکيې حکومت ته انتقال شو.

خو د يادو ښوونځيو د زده کوونکو د کورنيو مشرانو کمېټې په کابل کې د پرلت خېمو په وهلو او اعتراضي غونډو جوړولو سره، د حکومت له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ، دې کمېټې نن افغانستان ته د ترکيې د لومړي وزير له سفر سره هم مهاله، يو ځل بيا ټينګار وکړ چې ټول هغه تصميمونه او پرېکړې د هېواد له قوانينو سره په ښکاره ټکر دی چې د ځينو حکومتي بنسټونو له خوا د افغان- ترک ښوونيزې موسسې په اړه شوې دي.

کمېټه وايي: "د افغان او ترکيې حکومتونو دغه پرېکړه مردوده ګڼو او محکوموو يې او له اړوند چارواکو غواړو چې ژر تر ژره دې خپلې هغه غير قانوني پرېکړې لغوه اعلان کړي چې پخوا يې کړې او د رسنيو له لارې يې اعلان کړې دي."

د افغان- ترک ښوونځيو د زده کوونکو د کورنيو مشرانو کمېټې منشي عبدالشکور دادرس په ياده اعتراضي ناسته کې وويل: "افغانستان ته د ترکيې د لومړي وزير تر ټولو مهمه موخه، د ترکيې دولت ته د افغان- ترک ښوونځيو د مديريت سپارلو موضوع ده، خو د ترکيې دولت دې پوه شي چې د افغانستان په فرهنګي چارو کې لاسوهنه به ترکيې ته سخت زيان ورسوي."

د افغان- ترک ښوونځيو د زده کوونکو د کورنيو مشرانو کمېټې مشر يوسف پښتون نن په دې ناسته کې وويل چې کمېټه له ټول هېواده د يو ميليون  لاسليکونو په راټولولو سره خپله وروستۍ پرېکړه اعلانوي او ترکيې هېواد ته د افغان- ترک ښوونځيو مديريت سپارل هېڅکله د منلو نه دی.

دغه کمېټه خبرداری ورکوي چې کابل ته د ترکيې د لومړي وزير سفر، که د افغان- ترک ښوونځيو د نظم ګډوډېدو لامل شي، دغه سفر غندي او هغه د افغانستان او ترکيې د خلکو د ګټو او تاريخي او ورور ګلويزو پيوندونو خلاف ګڼي.

خو د ترکيې لومړي وزير بن علي يلديريم په کابل کې د افغان حکومت له اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د ترکيې دولت ته د افغان- ترک ښوونځيو د مديريت لېږد اصلي موخه دا ده چې لا ډېر تدابير ونيول شي، دغه ښوونځي له ترکيې څخه استازيتوب وکړي او په دې اړه ښه اقدامات شوي او په اړه يې پخوا خبرې شوې دي.

د ترکيې حکومت دغه چارواکي وويل چې افغانستان ته د ده د سفر اصلي موخه د افغانستان او ترکيې تر منځ د اړيکو ښه کېدل او پراختيا ده.

له بلې خوا د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر  عبدالله عبدالله هم په دې ناسته کې د ترکيې دولت ته د افغان- ترک ښوونځيو د مديريت لېږدولو پرېکړې پر تطبيق ټينګار وکړ او ويې ويل چې د ترکيې دولت ته د افغان- ترک ښوونځيو د مديريت سپارلو هوکړه ليک لاسليک شوی او له ترکيې څخه هېواد ته يو شمېر ښوونکي هم راځي چې د هغوی په اړه هم هوکړه شوې او په دې اړه کار پيل شوی دی.

نوموړي زياته کړه: "موږ په دې لټه کې يو چې دغه پروسه ګړندۍ کړو، څو زموږ ماشومان له تدريس څخه وروسته پاتې نه شي او دا د دوه اړخيزه هوکړه ليک برخه ده."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.