ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال په ننګرهار کې لسګونه پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

تېر کال په ننګرهار کې لسګونه پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

author avatar
8 Apr 2018 - 17:04
تېر کال په ننګرهار کې لسګونه پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي
author avatar
8 Apr 2018 - 17:04

جلال اباد (پژواک، ۱۹ وری ۹۷): د ننګرهار د ښار جوړولو چارو رييس وايي، په تېر کال کې يې په دغه ولايت کې د يو ميليارد او شپږ اويا ميليونه افغانيو په لګښت ٥٠ بېلابېلې پروژې پيل کړې چې ٢١ يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

دا څرګندونې د یاد ولایت د ښار جوړولو چارو رییس عبدالقهار حيدري د وري په ۱۹مه د ننګرهار رسنيو دفتر کې يوه خبري کنفرانس ته وکړې او زياته يې کړه چې په همدې موده کې يې ادارې له څلور ميليونه افغانيو زيات عوايد هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال يې د يو شمېر نورو پروژو تطبيق تر څنګ د حج او اوقافو رياست په مالي لګښت ۲۱ محرابه جوماتونه په اساسي ډول جوړ کړي او ۲۲ نور يې بيارغولي دي.

د ښار جوړولو ريیس عبدالقهار حيدري وويل چې د ولسمشر په حکم د پنځه ويشت ميليونه ډالرو په لګښت څلور زره بېرته راستنېدونکو کډوالو ته په اساسي ډول کورونه جوړېږي.

ده زياته کړه چې د کامې او کوز کونړ ولسواليو ښوونکو، شهيدانو کورنيو غړو او غالۍ اوبدونکو ښارګوټو نقشې يې بشپړې کړې او عملاً د نومرو وېش پيل شوی دی.

د هغه  په وينا، له سرخاب پله څخه تر سراچې پله پورې د سيند پر غاړه د نوي سړک سروې پيل کړې، د بهسودو له پله تر عبدالخېلو پورې ۱۳ کيلومتره سړک سروې بشپړه شوې چې د فوايد عامې رياست ته د عملي چارو په موخه سپارل شوي.

د ښار جوړولو چارو رييس وويل چې له باريکابه تر پيوې کنډو پورې یې د دوه څلوېښت زره جريبه ځمکې سروې پیل کړې چې د نوي جلال اباد ښار په نوم به جوړ شي.

نوموړى وايي چې د ننګرهار محبس او امنيه قومانداني د جلال اباد له ښاره د ګودامونو ايستلو، په جلال اباد ښار کې د غير قانوني تمځايونو او  د کانال ډيپو ځمکې انتقال په موخه يې منظمې طرحې جوړې کړي، چې ډېر ژر به عملي شي.

ده زياته کړه چې د جلال اباد ښار د غير پلاني کورونو نقشه يې جوړه کړې، د قيام الدين خادم ښارګوټي نقشه يې  د دويم ځل لپاره اصلاح کړې او د قاسم اباد ښارګوټي يو شمېر اويز لرونکو ته يې د نومرو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

د ښار جوړولو چارو رييس دغه راز وويل چې د سرخ دېوال په سيمه کې څلور زره جريبه ځمکې د غصب مخنيوي طرحه يې ولايت مقام ته سپارلې، د تورخم جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې يې په شنې سيمه کې جوړې کړې ودانۍ يې ړنګې کړې او د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو د انجنيري پوهنځي دوه سوه محصلينو ته يې د علمي زده کړو زمينه برابره کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.