کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): په کابل کې د ښځينه پوليسو لپاره د ځانګړي ښارګوټي جوړولو پروژې پرانيسته وشوه.
د دغه ښارګوټي د پرانيستلو مراسم د وري په ٢٠مه په کابل کې جوړ شوي وو چې په کې لومړۍ مېرمنې رولا غني، په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نيکولسن، د کورنيو چارو وزارت مرستيال ستر پاسوال جانان بارکزي، د کاناډا سفير فرانسويس ريويسټ او يو شمېر نورو کورنيو او بهرنيو چارواکو ګډون کړی و.
د کاناډا سفير وويل چې د ښځينه پوليسو جلب او جذب د افغانستان سولې او ثبات لپاره ډېر مهم دي.
هغه زياته کړه چې د ښځينه پوليسو ښارګوټي جوړولو کې کاناډا مرسته کوي او غواړي چې په دغه کار سره په افغان ټولنه کې د ښځو د پراخې ونډې ملاتړ وکړي.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ښځينه پوليسو په دغه ښارګوټي کې به ١٠ بلاکونه جوړېږي چې هر يو به يې ٣٠ کورونه ولري او ٣٠٠ ښځينه پوليسې به له خپلو کورنيو سره په کې و اوسېږي.
سرچينې زياته کړې چې دغه ښارګوټى په څلورو مرحلو کې جوړېږي، ښوونځى، وړوکتون، د ښځو لپاره کلينيک، د ښځو لپاره ورزش ځاى او يو ټولنيز مرکز به هم ولري.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن وايي چې د دې ورځې لپاره دوى ډېر اوږود انتظار کړى دى.
هغه زياته کړه چې د دغه ښارګوټي جوړول د ځينو هېوادونو، سازمانونو او ټولنو له همکارۍ او مرستې پرته ممکن نه و.
جنرال نيکولسن وويل، د دغه ښارګوټي د کار پيلول، هغه هدف ته ور نږدې کړي چې له ډېرې مودې ورته په انتظار کې وو؛ ځکه چې ښځې د افغانستان د امنيت او راتلونکي لپاره مهم رول لوبوي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي چې د ښځينه پوليسو لپاره دغه ښارګوټي د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ جوړېږي چې لګښت يې د نړيوالو ځواکونو د امنيتي مالي مرستې له بوديجې ورکول کېږي.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز د کاناډا حکومت د لومړۍ مرحلې لپاره يې ٢٦ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
ټاکل شوې ده چې دا پروژه تر ٢٠٢٠ زېږديز کاله پورې بشپړه شي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال ستر پاسوال جانان بارکزي يادو مراسمو ته وويل چې د دغه ښارګوټي له جوړېدو سره به د ښځينه پوليسو امنيت نور هم خوندي شي.
لومړۍ مېرمنې رولا غني وويل چې د دغه ښارګوټي له جوړېدو سره به نورې ښځې تشويق شي چې د افغانستان د ملي پوليسو له ليکو سره يو ځاى شي.
د کورنيو چارو وزارت د ښځو او بشري حقونو د رياست مرستيالې سمونمل ګلالۍ پژواک خبري اژانس ته وويل د ښځينه پوليسو د ښارګوټي جوړول به هغه ټولنيزې ستونزې چې ښځينه پوليسې ورسره لاس او ګرېوان دي، راټيټې کړي او پوله به د پوليسو ليکو ته مېرمنو د لا ډېر جلب او جذب لامل وګرځي.
هغې زياته کړه: "ښځې کولای شي په ارامه روحيه خپلو دندو ته ورشي او بله دا چې زموږ تنخواوې دومره ډېرې نه دي؛ موږ هم له اقتصادي ستونزو سره مخ يو او په داسې ځای کې نه شو اوسېدای چې کرايه يې لږ وي."
د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې د بشري حقونو څانګې مشرې لومړی څارن نسيمې د خبرو پر مهال د ښځينه پوليسو د ښارګوټي له جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې د دغه ښارګوټي په جوړېدو سره به تر ډېره بريده ښځينه پوليسو ستونزې هوارې شي او په يوه ډاډمنه فضا کې به خپلو دندو ته دوام ورکړي.
هغې وويل: "امنيت ښه نه دی، کله چې دندو ته ځو له ډېرو پرېشانيو سره لاس او ګرېوان کېږو؛ ځکه زموږ اولادونه په کور کې وي وېرېږو چې څوک يې ونه تښتوي او ترور يې نه کړي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










