منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل حلقوي سړک ته د ٧٠ ميليونه ډالرو “اسانه پور” هوکړه ليک تصويب شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): ولسي جرګې د کابل حلقوي سړک پروژې ته د ٧٠ ميليونه امريکايي ډالرو "اسانه پور" ورکړې هوکړه ليک د رايو په اکثريت تصويب کړ.

د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون مشر زمرک پادخوابي هم د جرګې په نننۍ ناسته کې د کابل حلقوي سړک پروژې لپاره د پور ورکړې پر هوکړه ليک د جرګې غړو ته معلومات ورکړل او ویې ويل چې د سړک په جوړېدو سره به له يوې خوا د سوداګريز ترانزيټ وضعيت ښه شي، ترافيکي امنيت به بهتر شي او هم به په کابل کې ښار کې ګڼه ګوڼه را کمه کړي.

د نوموړي په خبره، دغه هوکړه ليک د تېر کال په جولاى مياشت کې د افغانستان د ماليې وزير او اسيايي پراختيا بانک د با صلاحيته استازي تر منځ لاسليک شوى و.

هغه زياته کړه چې د کابل حلقوي سړک، د کابل- کندهار لويه لار له کابل- لوګر سړک، د کابل- لوګر لويه لار له بګرامي سيمې، وروسته سروبي او کابل- جلال اباد سړک او په پاى کې د کابل بګرام سړک د کابل مرزا له سړک سره نښلوي.

پادخوابي زياته کړه چې افغان حکومت د دغه هوکړه ليک له مخې مکلف دى چې د اسيا نړيوال پراختيايي بانک تر اويا ميليونه ډالرو پورې قرض په ٢٥ کلونو کې په ٣٦ قسطونو کې ورکړي.

هغه زياته کړه چې دغه پروژه پنځه کلونه نيسي چې پر حلقوي سړک سربېره به د سړک په اوږدو کې يو شمېر ټولنيز مرکزونه لکه ښوونځي او کلينيکونه هم جوړ شي.

د نړيوالو چارو کمېسيون مشر وويل چې د دې هوکړې کاپي ټولو کمېسيونونو ته استول شوې او په ضمن کې په دې اړه د حکومتي چارواکو په ګډون څو ناستې ترسره شوې او اوس اړتيا ده چې رايې ته وړاندې شي.

د ولسي جرګې مشر هم دغه هوکړه ليک چې دوې برخې، ٢٤ مادې او يوه ضميمه لري، رايه ورکولو ته وړاندې کړه چې د رايو په اکثريت تاييد شوه.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ١٢٠ غړو شتون درلود چې درېيو غړو يې مخالفې او پاتې ټولو د تاييد رايې ورکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه