کندهار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د دوو ښوونځيو او د پوهنې مديریت ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژو د پرانيستې لپاره د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ يوه پلاوي دې ولسوالۍ ته سفر کړى و.
مرستیال والي عبدالحنان منیب د دې پروژو د پرانيستې پر مهال وویل چې د دوو ښوونځيو او د پوهنې مديريت ودانۍ د ملی پیوستون ادارې په مرسته د یو کال په موده کي جوړې شوې دي.
هغه زياته کړې چې پر دې پروژو ١١ ميليونه او ٤٠٠زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
د منیب په وينا، د میوند ولسوالۍ اوسېدونکو په دې برخه کې ډېرې ستونزې درلودې چې د دې په پرانيستلو سره به يې ستونزې هوارې شي.
د هغه په خبره، ولایتي اداره هڅه کوي څو په ښار او ولسوالیو کي د پوهنې په برخه کې شته ستونزې حل کړي.
مرستیال والي دغه راز وويل، غواړي په ژېړۍ او میوند ولسوالیو کې هغه ښوونځي چی ترمیم ته اړتیا لري د ولایتي ادارې په مرسته له سره ورغوي.
د کندهار د پوهنی رييس عبدالقادر پیوستون وویل چې په دې ولسوالۍ کي دا مهال ۱۷ بابه ښوونځي شته چي له جملي څخه يي ۱۵ فعاله دي.
د هغه په وينا، پاتې دوه بند ښوونځي به هم ډېر ژر پرانيستل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










